اوباما ته زهرجن لیک استوونکی (تورن) نیول شوی

Image caption که پر جیمز اېورټ ډسټکي لګیدلي تورونه ثابت شي، نو ښايي د عمري قید په بند محکوم شي.

د امریکا په مسیسیپي ایالت کې د کاراټې یو ماهر د رایسن زهرو خوندې کولو او وسلې په توګه ورڅخه کار اخیستو په تور نیول شوی.

۴۱ کلن جیمز اېورټ ډسټکي د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما، جمهوریت غوښتونکي سناتور او یوه قاضي ته د زهرجنو لیکونو په باب پلټنو په بهیر کې نیول شوی.

پر جیمز اېورټ ډیسټکي تور لګېدلی، چې رایسن نومي زهر یي خوندې کړي او هڅه یي کړې، چې د وسلې په توګه یي وکاروي.

فدرالي څارګرې ادارې ایف بي ای منلي، چې جیمز اېورټ ډسټکي په ټوپیلو کې له خپل کوره نیول شوی.

که پر نوموړي لګیدلي تورونه ثابت شي، نو ښايي د عمري قید په بند محکوم شي.

د سې شنبې/نهې په ورځ د همدې تورونو په لړ کې نیول شوی یو بل کس کېون کرټس خوشی شو.

د جیمز اېورټ ډسټکي مدافع وکیل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې موکل یې له زهرجنو لیکونو سره هېڅ تړاو نه لري.

چارواکو دغه لیکونه هدف ته له رسېدو مخکې ونیول.

د زهرجنو لیکونو قضیه هغه مهال رسوا شوه، چې په بوسټن کې د ځغاست لوبې پر مهال ترهګریز برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. رایسن زهر د نکریزو بوټو له تخمه جوړېږي او د انسانانو لپاره خورا خطرناک دي.

ورته مطالب