"د طالبانو پسرلني عمليات د جنرال کياني د ګواښ پايله ده"

کیاني، کیري او کرزی
Image caption د افغانستان، پاکستان او امريکايي چارواکو ترمنځ د اپريل په ٢٤ مه نېټه د بلجيم په پلازمېنه برسلز کې غونډه شوې وه.

په کابل کې يوۀ لوړ پوړي افغان چارواکي تور ولگاوۀ، چې د وسله والو طالبانو له خوا پسرلني عمليات د اسلام اباد په اشاره پيل شوي دي.

دغه چارواکي چې د نوم د نه ښوولو په شرط يې خبرې کولې، وويل چې په برسلز کې د پاکستان د پوځ لوى درستيز په هغه ناسته کې چې ولسمشر کرزى او د امريکا د بهرنيو چارو وزير په کې و، د بريد گواښ کړى و.

د افغان چارواکي په وينا، پاکستاني پوځي مشر ويلي و چې په افغانستان کې د "جنگ فصل" پيلېدونکى دى.

دغه خبره افغان چارواکي گواښ بولي او وايي د وسله والو طالبانو له خوا په دې وروستيو کې د پسرلنيو عملياتو پيل د هغه "گواښ" نتيجه ده.

د برسلز د خبرو او د ادعا شوي " گواښ" خبره په افغانستان کې رسنيو خپره کړې وه خو تر دې دمه پرې چارواکو خبرې نه وې کړې.

د ناستې بری

د افغانستان، پاکستان او امريکايي چارواکو ترمنځ د اپريل په ٢٤ مه نېټه د بلجيم په پلازمېنه برسلز کې غونډه شوې وه.

هغه غونډه د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو د سمولو په هيله د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري جوړه کړې وه.

تر غونډې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل ډېرو خبرو ته اړتيا نه ويني او د دغې ناستې برى به د هغه په وينا په عملي ډگر کې د ترسره کېدونکو اعمالو له لارې څرگنديږي.

د برسلز له غونډې درې ورځې وروسته وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې د خالد بن وليد په نامه پسرلني عمليات پيلوي.

طالبانو د خپلوعملياتو د پيل پر وخت ادعا وکړه چې دغه عمليات به د کميت او کيفيت په لحاظ په ځانګړيو تکتيکونو مشتمل وي او په ځواکونو کې د نفوذي کسانو په مرسته به عمليات ترسره کوي.

ورته مطالب