"برتانيا غواړي خليج کې د ښکېلتيا کچه پراخه کړي"

Image caption داسې ښکاري، رپوټ دا پايله راباسي چې په حقيقت کې برتانيا غواړي خليج کې د خپلې ښکېلتيا کچه پراخه کړي.

د برتانيا د متحدو سلطنتي خدمتونو انسټيټوټ د دفاعي اوامنيتي چارو يوه څېړنيز مرکز ويلي، د دې لپاره مهم دلايل شته چې برتانيا له خليج سره خپلو اړيکو ته لا جدي کتنه وکړي.

د دغه مرکز مدير مايکل کلارک وايي داسې ښکاري چې برتانيا ديوې نوې پرېکړې پر لور درومي، چې له مخې به يې خليج د دفاعي او امنيتي ستراتيژۍ مهم لورى وي.

مرکز باور ښيي چې د تگلارې دغه ډول يو بدلون به هم اړين او هم منطقي وي.

د بي بي سي د دفاعي اوامنيتي چارو خبرياله کرولاين وايټ خپل راپور کې کاږي، چې رپوټ پوښتنه کوي، آيا برتانيا د سوېزله ختيځ څخه د خپلو پوځونو د ايستلو په برخه کې د ١٩٩٠ کال له پرېکړې په شاه کېدو سره پلان لري چې په منځني ختيځ کې خپل دايمي ستراتيژيک پوځي حضور له سره ټينگ کړي ؟

داسې ښکاري، رپوټ دا پايله راباسي چې په حقيقت کې برتانيا غواړي خليج کې د خپلې ښکېلتيا کچه پراخه کړي.

رپوټ په دې برخه کې د برتانيا د ايتلافي حکومت هغې ژمنې ته اشاره کوي چې پلان لري، د خپلو پراخو ستراتيژيکو او اقتصادي گټود يوې برخې په توگه له خليج سره خپلې اړيکې لا پراخې کړي.

درپوټ ليکوال وايي خليج کې د برتانيا د پراخې ښکېلتيا موخه داده چې له يوې خوا د ايران مخه ډب شي او له بل لوري دامريکا له متحده ايالاتونو سره د برتانيا ځانگړي اړيکي ټينگ وساتل شي.

رپوټ د برتانيا د لوى درستيز جنرال سر ډېوېډ ريچارډ خبره راخيستې، چې وايي منځنی ختيځ او خليج له هر بل ځاى نه د برتانيا لپاره ډېر مهم دي.

د برتانيا له لوري گډ عملياتي ځواک ته پراختيا ورکړل شوې چې سيمه کې د خپلو متحدينو د ملاتړ وړتيا ډېره کړي.

رپوټ دا هم وايي چې برتانيا پلان لري دوبۍ کې د المنهاد له هوايي اډې څخه کار اخيستنه پراخه کړي. له دغې اډې نه اوس افغانستان کې د مېشتو برتانوي ځواکونو د لوژستيکي او اکمالاتي مرکز په توگه کار اخيستل کېږي.

د انسټټیوت مدير پروفيسر مايکل کلارک وايي، ښايي دا عجيبه ښکاره شي چې برتانيا غواړي د سويزپه ختيځ کې خپل حضور ډېرکړي، په داسې يو وخت کې چې د برتانيا د وسله والو ځواکونو شمېر تېرو د وه سوو کلونو کې اوس ډېر کم دى.

خو هغه دا په ډاگه کوي چې برتانيا نيت نه لري چې دغلته خپل عسکر ځاى پر ځاى کړي، خو غواړي له خليج څخه ديوه کم مرستندويه مرکز په توگه کار واخلي.

هغه خبردارى ورکوي چې که د برتانيا تگلاره دغه ډول يو بدلون ومومي، نو خطر به يې دا وي چې د برتانوي ځواکونو د فعاليت ساحه ډېره پراخه شي.

ورته مطالب