خال وهنه پر ايچ اى وي د اخته کېدو خطر لري

Image caption د ټولنې په باور يوشمېر کسان ځکه دوى ته ورځي چې په خپلو ارزانو بيو سره خلک تېرباسي.

انگلستان او ويلز کې د سيمه ييزو شوراگانو مشرانو خبردارى ورکړى، چې په ناقانونه توگه خال وهنه د تور زيړي په ناروغۍ او د ايچ اى وي په ويروس د مشتريانو د اخته کولو سبب کېږي.

د سيمه ييزو شوراگانو يوې ټولنې ويلي چې په دغو ناروغيو د مشتريانو د اخته کېدو احتمالات ځکه شته چې ناقانونه خال وهوونکي له بي کيفيته وسايلو او ناسمو تکنيکونو څخه کار اخلي.

د ټولنې په وينا په دې برخه کې بل خطر دا دى چې دغه غيرمسلکي خال وهونکي د خال وهنې پرمهال د مشتريانو عمر او روغتيايي مخينې ته هم پام نه کوي.ا

ټولنه وايي دغه ډول خال وهونکي په خپلو کورونو، بڼونو، کلبونو او رسټورانټونو کې فعاليت کوي. د ټولنې په باور يوشمېر کسان ځکه دوى ته ورځي چې په خپلو ارزانو بيو سره خلک تېرباسي.

د دغې ټولنې يو چارواکی محمود خان وايي دغه ډول خال وهونکي چې د فعاليت اجازه نه لري، د برتانيا په لرو بر کې په فعاليت بوخت دي او د خلکو د وجود په بېلابېلو برخو کې خالونه وهي او انځورونه باسي.

د ښاغلي خان په وينا د تور زيړي په ناروغۍ او د ايچ اى وي په ويرويس پر اخته کېدو سربېره د دغه ډول غيرمسلکي خال وهنې په نتيجه کې، ښايي د مشتريانو په وجود کې ټپونه پيدا شي او د وجود بڼه يې بيخي بدلون ومومي.

ښاغلى خان هغو کسانو ته چې په خپل وجود کې د خال وهنې ليوالتيا لري لارښوونه کوي چې داسې کسانو ته ورشي چې مسلکي وي او د دې چارې اجازه ولري.

د سيمه ييزو شوراگانو ټولنه وايي، برتانيا کې د خال وهنې ١٥٠٠ قانوني ځايونه شته او د دې هېواد د وگړو د هرو لسو تنو څخه درېیو يې په خپل وجود خالونه وهلي دي.

هغه کسان چې په غيرقانوني توگه دغه کار پرمخ بيايي د برتانيا د قوانينو له مخې د بند له دوه کلن سزا او جرېمې سره مخامخ کېږي.

ورته مطالب