سوریې کې موټر بم چاودنې ۱۰ کسان وژلي

Image caption د سوریې ټلویزیون ویډیويي کلیپونه خپاره کړي، چې په کې ویجاړ شوي ګاډي، د کړکیو ماتې ښيښي او په یوه پراخه سیمه کې د ورانۍ ویجاړۍ علامات تر سترګو کېږي.

د سوریې دولتي رسنیو ویلي د دغه هېواد په پلازمېنه دمشق کې یوه زوروره چاودنه شوې.

سوریه کې د بشري حقونو د څار هغې ډلې، چې مرکز یې برتانیا کې دی ویلي، چې دغه چاودنه د پلازمېنې دمشق منځ کې شوې او په پایله کې یې ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.

"په مرجه سیمه کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او وېره ده، چې د وژل شویو شمېر زیات شي، ځکه یو شمېر کسان ټپیان دي، چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی."

(ایس او ایچ ار) نومی سازمان، سوریه کې د ښکېلو اړخونو له لوري د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو حالت څاري.

د سوریې ټلویزیون ویډیويي کلیپونه خپاره کړي، چې په کې ویجاړ شوي ګاډي، د کړکیو ماتې ښيښي او په یوه پراخه سیمه کې د ورانۍ ویجاړۍ علامات تر سترګو کېږي.

دم ګړۍ د چاودنې د څرنګوالي په باب معلومات نه دي ورکړل شوي، له چاودنې وروسته سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د سوریې لومړی وزیر وایل الحلقي له یوه موټر بم بریده روغ ووت.

د ایس او ایچ ار په رپوټ کې ویل شوي، چې تېره مارچ میاشت د سوریې بحران کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه، چې په کې تر اوسه شپږ زره کسان وژل شوي دي.

رپوټ زیاتوي، چې ډېر وژل شوي کسان ملکي خلک دي. د سوریې د ولسمشر بشار الاسد په ضد د تېر کال له مارچ میاشتې پیل شوي تحریک په پایله کې تر اوسه نژدې ۷۰ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب