د هالنډ ملکه له تخت او تاجه لاس پر سر شوه

Image caption ملکه بیاترس له اورینج ناسو کورنۍ څخه ده، چې له ۱۹ پېړۍ راهیسې پر دغه هېواد حکومت کوي.

د هالنډ ملکې بیاترس له تخته او تاجه لاس اخیستی او زوی یې ویلیم الکسانډر د دغه هېواد پاچا شوی دی.

له ۱۸۹۰ راهیسې دا لومړی ځل دی، چې دغه هېواد کې یو پاچا واکمنېږي. ۷۵ کلنې بیاترس د سې شنبې په ورځ په خپله ماڼۍ کې له تخته د لاس په سر کېدو سند لاسلیک کړ.

هغه له تېرو ۳۳ کلونو راهیسې د هالنډ ملکه وه. دغه مراسم له ماڼۍ بهر لسګونه زرو کسانو د لویو ټلویزیوني سکرینونو له لارې وکتل او د نوي پاچا هرکلی یې وکړ.

د روان کال جنورۍ کې له تخته د لاس په سر کېدو د اعلان پر مهال ملکې ویلي و، چې زوی یې اوس د پاچاهۍ لپاره چمتو دی او دا چې نوي نسل ته د تخت او تاج سپارلو وخت رارسېدلی.

د سې شنبې/ نهې په ورځ په کوچنیو خو پرتمینو مراسمو کې ملکې له تخته د لاس په سر کېدو اعلان وکړ. له هغه وروسته نوي پاچا ولیم الیکسانډر د پارلمان د دواړو جرګو په وړاندې د پاچاهۍ لوړه وکړه.

د نوي پاچا د تاج پر سرکولو په مناسبت په دغه هېواد کې د خوښۍ مراسیم نمانځل کېږي او پلازمېنه امسټرډام د دغه هېواد په شاهي نارنجي رنګ کې رنګ ښکاري. تمه کېږي، چې د جشن په دې مراسمو کې به نژدې یو میلیون کسان راټول شي.

د واک د لېږد په دغو مراسمو کې د برتانیې شهزاده چارلس، شهزاده فليپ، د اسپانیا شهزادۍ لیتېزا او د ډنمارک پاچا فریډرک په شمول د نړۍ یو شمېر پاچاهانو، ملیکو او شهزادګانو ګډون درلود.

له دې مخکې د دوشنبې/ ګل په ورځ ملکې بیاترس له خپلو خلکو مننه وکړه ویې ویل، چې د خلکو هوډ او حوصله وه، چې له دې سره یې تر ۳۳ کلونو پر دغه مقام پاتې کېدو کې مرسته وکړه.

د هغې په وینا:

"که ستاسې مینه او حوصله نه وای، هغه ستونزې، چې شته ښايي موږ ته ډېرې درنې شوې وای."

Image caption هالنډ کې پاچا یا ملکې ته یو څه واک ورکړل شوی، خو بڼه یې تر ډېره حده یوازې رسمي ده.

هالنډ کې پاچا یا ملکې ته یو څه واک ورکړل شوی، خو بڼه یې تر ډېره حده یوازې سمبولیکه ده.

ملکه بیاترس له اورینج ناسو کورنۍ څخه ده، چې د ۱۹ پېړۍ له پیل راهیسې پر دغه هېواد حکومت کوي.

د ملکې بیاترس مور ۱۹۸۰ کې د ۸۱ کالو په عمر د خپلې لور لپاره له واکه لاس په سر شوه او د هغې مور واهیل مینا ۱۹۴۸ کې خپلې لور ته تخت او تاج پرې ایښي وو.

ورته مطالب