ایل جي کوږ ټلویزیون جوړ کړی

Image caption ویل کېږي، چې لومړی به دغه ټلویزیون یوازې جنوبي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

نړیوال الیکټرونیک شرکت ایل جی ادعا کړې، چې لومړی کوږ ټلویزیون یې جوړ کړی. د شرکت مسولینو ویلي دغه ټلویزیون به راتلونکې میاشت کې بازار ته وړاندې کړي.

ایل جي د نړۍ په کچه لومړی شرکت دی، چې دغه ډول ټلویزیون بازارته عرضه کوي. د ارګینیک ډي اوډز کارونې له کبله د دغه ټلویزیون سکرین د نورو هغو پرتله نری او کوږ دی.

دغه ټلویزیون ۵۵ انچه سکرین لري او د ۱۳۵۵۰ ډالرو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي. ویل کېږي، چې لومړی به دغه ټلویزیون یوازې جنوبي کوریا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.

کارپوهان وايي د دغه ټلویزیون خرڅلاو به ډېر محدود وي او تر ډېره حده به د نندارې او اعلانونو لپاره وکارول شي.

د یادونې ده، چې ایل جي او سامسنګ د دغه ډول ټلویزیون طرح هغه نندارتون کې وړاندې کړه، چې د جنورۍ په میاشت کې لاس ویګاس کې جوړ شو.

ورته مطالب