د کارګرو ورځ: یونان کې اعتصاب پیل شو

Image caption د تشدد د پېښو مخنیوي لپاره پولیس بلل شوي دي.

یونان کې د کارګرو د نړیوالې ورځي په مناسبت او دغه راز په دغه هېواد کې د سختې سپما د پالیسۍ پر ضد اعتصاب پیل شوی.

د کارګرو اتحادیو له خلکو غوښتي، چې دغه اعتصاب کې پراخ ګډون وکړي. دغه اعتصاب د سې شنبې/ نهې په ورځ نیمه شپه مهال پیل شو او ویل کېږي، چې ۲۴ ساعته به دوام وکړي.

وېره څرګندېږي، چې د اعتصاب له امله به د ټرانسپورټ، روغتونونو او د معمول نورو خدمتونو چارې اغېزمنې شي.

اعتصاب کوونکي د مالیې زیاتوالي لرې کولو او بودېجې د کسر غوښتنه کوي. خو بل لور ته د دغه هېواد حکومت وايي له اقتصادي بحرانه د وتلو لپاره د دې ګامونو اخیستل اړین دي. د دغه هېواد دوو لویو اتحادیو ( جي ایس ای ای) او( ډي اې وای) ویلي د اعتصاب ټول پام به د لګښتونو کمولو د پالیسۍ له منځه وړلو ته وي.

د دوی په وینا د حکومتي اقداماتو له کبله په هېواد کې د وزګارتیا کچه ۲۷ سلنې ته رسېدلې، چې په کې د ځوانو وزګار کسانو شمېر ۶۰ سلنه دی. د لومړي وزیر کې انتونیس ساماراز کابینه وايي له نړیوالو مالي ادارو څخه د پېسو تر لاسه کولو لپاره دغه ډول اقدامات اړین دي.

د یونان لومړی وزیر د خپل حکومت د اقداماتو دفاع کوي او وايي، چې سږ کال به د یونان د اقتصادي بحران وروستی کال وي. بل لور ته د تشدد د پېښو مخنیوي لپاره پولیس بلل شوي دي.

اتنز کې د بي بي سي خبریال مارک لویین وايي، دغه هېواد کې ۲۰ اعتصابونه و نه توانېدل، چې د لګښتونو کمولو پالیسي لغو کړي.

نړیوالو مالي ادارو یونان ته له اقتصادي بحرانه د وتلو لپاره درې میلیارده یورو منلې او په پام کې ده، چې نورې ۶ میلیارده یورو به د مې په ۱۳ یونان ته ورکړل شي.

اروپايي اتحادیې او د پېسو نړیوال صندوق ای ایم ایف ۲۰۱۰ کې یونان ته د ۲۰۰ میلیادره یورو پور ورکولو ژمنه کړې وه.

.

ورته مطالب