چین کې د مرغانو نوي والګي ۲۶ کسان وژلي

Image caption چارواکي وايي خلک په دغه وېروس له کورونیو چرګانو سره د تماس له امله ککړېږي.

د چین دولتي رسنۍ وايي، د مرغانو والګې د یوه نوي ډول ناروغۍ له کبله لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي. که څه هم د هغو ۱۲۷کسانو چې دغه ناروغي په کې موندل شوې، ډېر یې په ختیځو ولایتونو کې دي، خو د ناروغۍ له کبله وژل شوی وروستی کس د چین په مرکزي سیمې پورې اړه لري.

د چهارشنبې/ شورو په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړ، چې په چین کې ( اېچ ۷، ان ۹) ویروس انساني روغتیا ته ستر ګواښ رامنځ ته کړی دی.

ساینسپوهانو د دې ناروغۍ د چټکې خپرېدا او شدت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. تر اوسه داسې نښې نه دي لیدل شوې، چې ګواکې دا ویروس له انسانانو نه یوه بل ته لېږدېدای شي.

له دې مخکې د تېرې اپریل میاشتې په نیمايي کې د چين حکومتي اژانس په رپوټو کې ویل شوي و، چې په مرکزي ولايت هېنن کې دوه کسه د مرغانو د (اېچ ۷، ان ۹) زکام په مکروب اخته شوي دي.

دغه وېروس په فبرورۍ مياشت کې د هېواد په ختيځ کې را پيدا شو.

چارواکي وايي خلک په دغه وېروس له کورونیو چرګانو سره د تماس له امله ککړېږي، ځکه د دوی په خبره دغه مکروب له يوه انسان نه بل انسان ته نه لېږدي.

ورته مطالب