د پاکستان په ټاکنو کې پيسې او اعلانونه

Image caption په دغو ښکلو او رنګارنګ تصویرونو کې چې شپه او ورځ پر رسنیو خپرېږي، نوماندان خپلو مخاطبانو ته د هېواد د بیا رغاوي وايي، د فساد له منځه وړل او د هوسا ژوند ژمنه کوي.

په پاکستان کې پر ټاکنیز کمپاین کې د دغه هېواد سیاسي ګوندونه د رایو را خپلولو لپاره په میلیونونه ډالر پر تجارتي اعلانونو لګوي.

د مې د ۱۱ نېټې لپاره ټاکنیزې سیالۍ خورا سختې روانې دي خو ځينې وايي هغه څوک چې جېبونه يې له پېسو ډک دي رسنۍ ډېر وخت ورکوي.

په دغو ښکلو او رنګارنګ تصویرونو کې چې شپه او ورځ پر رسنیو خپرېږي، نوماندان خپلو مخاطبانو ته د هېواد د بیا رغاوي وايي، د فساد له منځه وړل او د هوسا ژوند ژمنه کوي.

د اعلانونو تر څنګ ورسره په عین حال کې وطني سندرې خپرېږي.

د پاکستان د تجارتي اعلانونو د ټولنې په وینا په دغه هېواد کې ډېر لږ خلک انټرنېټ ته لاسرسی لري خو تر ۶۰ فیصدو ډېری وګړي تلوېزیون کاروي.

د یوه اعلان لپاره یو عادي چېنل پر یوې دقیقې چې د ماښام له شپږو بجو تر نیمې شپې به خپرېږي، له کاندیدانو له څلورو تر ۵۰۰ ډالرو اخلي او که اعلان د ورځې په اوږدو کې خپرېږي نو بیا يې پیسې لږې (۲۵۰ نه تر ۳۰۰) وي.

خو ځینې کسان چې په دغه برخه کې کار کوي او نه غواړي نوم يې یاد شي وايي هغه تلوېزیوني چېنلونه چې ډېر لیدونکي لري په زرګونه پيسې اخلي.

په ټولیزه توګه په پاکستان کې نوماندان د ورځې ۳۰۰۰۰۰ ډالر یوازې پر تجارتي اعلانونو لګوي.

په دغو اعلانونو کې هر ګوند خپل ښېګڼې ښيي.

د پیپلز ګوند تر ډېره د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو عکسونه ښيي چې په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شوه. تر څنګ يې د هغې ځوان زوی بلاول یادېږي چې لا ځوان دی او پاکستان يې له زده کړې او ځوانۍ ګټه اخیستلی شي.

د عمران خان اعلان بیا د ده د ګوند نښه ښيي چې ورسره نژدې د کرېکټ بېټ له هېواده فساد پاکوي.

د طالبانو د ګواښونو له وېرې د عمران خان او نواز شریف پرته نور ګوندونه له خلکو سره غونډې او هغوی ته وینا ګانې نه شي کولی.

د ډان نیوز یوه مدیر وويل په دغو ټاکنو کې پر تجارتي اعلانونو ډېرې پیسې د عمران خان او نواز شریف ګوندونه لګوي.

دغه ټاکنې چې شننکونکي يې د پاکستان په تاریخ کې بې سارې بولي د مى په ١١ نېټه کېږي.

هغه چې نه پيسې لري او نه هم د بريدونو له ويرې غونډې کوي ښايي يوازې بخت او پخوانى ريکارډ ياد کړي.

خو د دې ټولو هڅو سره سره ډېر پاکستاني شننونکي په دې باور دي چې ښايي هيڅ يو ګوند په دغو ټاکنو کې مطلق اکثريت و نه ګټي او داسې حکومت راشي چې له څو ګوندونو جوړ وي.

د مې له ١١ نېټې وروسته به يې پايلې څرګندې شي چې شننونکي سم وايي که په اعلانونو لګېدلو پيسو خپل زور ښوولى.

ورته مطالب