جیمز ډوبنس د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی

جیمز ډوبنس
Image caption جیمز ډوبنس کابل کې د امریکا د سفیر په توګه هم کار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان لپاره جیمز ډوبنس نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د دغه وزارت یوه ویاند پیټرک وینټرل د تېرې جمعې په ورځ وویل، د نوي ځانګړي استازي د اعلانولو پرمهال د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل "دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېر مهم پړاو دي. د دواړو هېوادونو د سیاستوالو بدلون هم مهم دی. پاکستان کې ټولټاکنې نژدې شوې دي".

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره مارک ګراسمن د امریکا ځانګړی استازی و، چې په تېر دسمبر کې یې له خپلې دندې استعفا وکړه.

مارک ګراسمن په ۲۰۱۰ کال د پخواني ځانګړي مړه شوي استازي ریچرډ هولبروک پرځای ټاکل شوی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پربنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وینټرل ویلي، چې جان کیري د ښاغلي ډوبنس د ګومارنې په اړه د افغانستان او پاکستان له ولسمشرانو حامد کرزي او اصف علي زرداري سره خبرې کړې دي:

مخینه

جیمز ډوبنس وړاندې په بوسنیا، کوسووا، هایټي او سومالیا کې د امریکا د یوه دیپلومات په توګه کار کړی.

همدا شان، نوموړي په ۲۰۰۱ کال د طالبانو له تګ وروسته په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه هم دنده مخته وړې ده.

د جیم ډوبنس په اړه جان کیري ویلي، هغه یو داسې شخص دی، چې په سفارتي چارو کې ډېره تجربه لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا له منځه وړلو لپاره ديپلوماتیک حل درلودی شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د نوي استازي تر ټاکل کېدا مخکې، جیمز ډوبنس د نړیوالې امنیتي او دفاعي پالیسۍ د ډایرکټر په توګه کار کړی دی.

همداشان، په اروپايي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار او د امریکايي ولسمشر ځانګړی سلاکار هم پاتې شوی.

ورته مطالب