موسکا نجیب د غوره عکسانو سیالۍ ته ولاړه ده

Image caption دغه ځوانه افغانه عکاسه په لومړي پړاو کې د ۶۰۰ زرو ويديو ګانو سره په سيالۍ کې بريالۍ راووته.

د افغانستان د پخواني ولسمشر داکټر نجيب الله لور موسکا نجيب يوازينۍ هغه افغانه ده چې د خپل ژوند ليک يې د هغو مستندو ويډو ګانو په کتار کې سيالۍ ته ايښى چې د نړۍ شپږو غوره کسانو ته په کې جايزې ورکول کېږي.

دغه ځوانه افغانه عکاسه په لومړي پړاو کې د ۶۰۰ زرو ويديو ګانو سره په سيالۍ کې بريالۍ راووته، خو هغه به د دغو سياليو دوه پړاونه نور هم تېروي.

که چېرته هغه په دغو سياليو کې بريالۍ راووځي نو سل زره استراليايي ډالره هم ورته د جايزې په توګه ورکول کېږي.

موسکا نجيب د نړۍ د غوره عکاسانو په ډله کې خپله هغه ويډيو سيالۍ ته ايښې چې د هغې د مسلکي کارونو څرګندونه کوي.

هغه وايي د دې دغه ويډيو، د دغو سياليو په لومړي پړاو کې ګټونکې اعلان شوې او دوه پړاوه نور هم لا ورته پاتې دي.

دغه سيالي چې هر کال د اسټراليا له خوا د غوره عکاسانو او خبريالانو تر منځ جوړېږي، سږنى کال په شپږو بېلا بېلو ډګرونو کې د نړۍ د ګڼو عکاسانو او خبريالانو تر منځ پيل شوې ده.

موسکا نجيب وايي که څه هم هغه د دغې سيالۍ دويم پړاو ته وتې ده خو هيله منده ده چې دوه پاتې پړاونه هم په بريالتوب سرته ورسوي.

"دغه لړۍ درې پړاوه لري. له نېکه مرغه په لومړي پړاو کې بريالۍ شوم او هيله لرم چې په دويم پړاو کې هم بريالۍ شم. اوس راته دوه پړاوه پاتې دي. ما هڅه کړې چې د فېسبوک او انترنېټ له لارې خپل کارونه نړيوالو ته وښيم او د مې په ۱۵ به بيا مالومېږي چې زه بل پړاو ته تللاى شم که نه؟"

اغلې نجيب چې د خبريالۍ په برخه کې يې زده کړې کړي د افغانستان د تاريخ او کولتور په اړه هم يو کتاب لیکلی دى.

نوموړې پخوا د بي بي سي د نړيوال سروېس سره د خبريالې او پروډيوسرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

هغه دا مهال ۲۹ کلنه ده او په ډيلي کې د خپلې مور او خويندو سره ژوند کوي.

موسکا نجیب وايي په دې سيالۍ کې يې هڅه کړې چې د افغانو مېرمنو ريښتينى انځور نړيوالو ته وړاندې کړي.

"که زه بريالۍ شم دا به زما په ژوند کې يو ستر چانس وي او په دې توګه به زه وتوانېږم له دې لارې يعنې د انځورونو له لارې خپل ځان او خپل هېواد نړيوالو ته ور وپېژنم او هغه پيسې چې د دې لارې ما ته لاس ته راځي په افغانستان کې به يې په هغو پروژو ولګوم چې ګټه يې ډېرو افغانانو ته ورسېږي."

په دغې سياليو کې د هر هېواد وګړي کولاى شي برخه واخلي.

موسکا نجيب د يوې افغانې په توګه په دغې سيالۍ کې برخه اخيستې ده.

ورته مطالب