سوریې پر اسراییلو د یاغیانو د ملاتړ تور ولګاوه

Image caption دولتي تلوېزيون وايي چاودنه جمرایا پوځي مرکز ته نژدې شوې ده.

د جبل قاسيون په سيمه کې درنو چاودونو دمشق لړزولى. د سوریې دولتي تلوېزيون د يوه رپورټ په خپرولو سره اعلان کړى چې اسراييلو، د جبل قاسیون په پوځي څېړنیز مرکز دغه بريد د يکشنبې په سهار کړى دى.

په دغه رپورټ کې ويل شوي چې اسراييلو دغه بريد د بشارالاسد د حکومت د مخالفينو روحيې د پياوړي کولو لپاره کړى دى. دولتي تلوېزيون وايي چاودنه جمرایا پوځي مرکز ته نژدې شوې ده.

په چاودونو کې د تلفاتو او اوښتو زيانونو په اړه تر دې دمه جزيات نه دي په ډاګه شوي خو د دمشق اوسېدونکو د ښار په شمال لوېديځ لمنه کې د درنو چاودونو غږونه اوريدلې دي.

مخالفو فعالينو پر انترنېټ يوه ویډیو خپره کړې چې په کې ښيي د ښار په فضا کې د اور لمبې پورته کېږي.

اسراييلو تر دې دمه د دې پېښې په اړه غبرګون نه دى ښوولى.

د اسراييلو يوه پوځي وياند د رويټرز خبري رسنۍ ته ويلي چې دغه هېواد د دې ډول رپوټونو په وړاندې غبرګون نه ښي.

خو د امريکا د ان بي سي يوې خبري شبکې د اسراييلو د يوه جګپوړي چارواکي د خولې چې د نوم له ښودلو يې ډډه شوې په دمشق کې پر پوځي څېړنيز مرکز د اسراييلو د جنګي الوتکې بريد تاييد کړى دى.

امريکا هم د دې بريد په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو د جمعې په ورځ ولسشمر بارک اوباما کوستا ريکا ته د خپل سفر پر مهال د سوریې پر خاوره د اسراييلو د جمعې د ورځې د بريد پر وړاندې په خپل غبرګون کې ويلي و چې د دې بريد تاييدول او ردول اسراييلي چارواکو ته پرېږدي خو سوریې ته د امريکايي سرتېرو د استولو تکل نه لري؟

"د عمومي قاعدې له مخې او د هېواد د لوى قومندان په توګه زه هېځ شی نه ردوم، ځکه چې حالات بدلېږي او تاسو غواړئ چې ډاډمن شئ د امريکا د ملي امنيت د ګټو د ساتلو لپاره د خپل هېواد د بشپړ ځواک کارولو واک مو په لاس کې دى. خو زه د داسې يوې صحنې وړاندوینه نه شم کولاى چې سوریې ته ځمکني عسکر واستوم خو سوریې ته د امريکايي ځواکونو استول به نه يوازې د سوریې لپاره بلکې د امريکا لپاره هم ښې پايلي ولري."

تېره اوونۍ د اسراییلو دفاع وزیر موشه يلعون د جمرايا پر پوځي څيړنيز مرکز د جنورۍ د مياشتې بريد تاييد کړى و، او ویلي وو د حزب الله په څېر اسلامي توند لارو ډلو ته د پر مخ تللو وسلو لېږد د اسراییلو لپاره د سرې کرښې په مانا دى نو ځکه يې په وړاندې غبرګون وښود.

د حزب الله مشرسيد حسن نصرالله په دې وروستیو کې ویلي و چې د سوریې رښتیني دوستان لا هم شته چې نه پرېږدي دغه هېواد د امریکا، اسراییلو او یا اسلامي توندلارو لاسونو ته ولوېږي.

څېړونکي وايي په سوريه کې د اسراييلو هوايي بريدونه شونې نه دي چې په هغه هېواد کې دې کورنۍ جګړې باندې پراخ اغېز وکړي.

د بن ياس له ساحلي سيمې نه تر لاسه شوي رپورټونه وايي د سونيانو پرضد ټول وژنې کمپاين په ترڅ کې په لسګونه سونيان وژل شوي دي.

سوري حکومت ويلي له سيمې څخه يې ترهګرې ډلې پر شا تنبولې او په سيمه کې يې اوس امن راوستى دى.

تېره میاشت له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي و، اسراییل خپل له ځانه د دفاع او ناسمو لاسونو ته د سوري وسلو د لوېدو د مخنيوي حق لري.

د ښاغلي نتنياهو په وینا که د الوتکو ضد توغندي او یا کیمیاوي وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورشي نو د سیمې حالات به بدل شي.

د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسې په سوريه کې د جګړې د پيلېدو راهيسې د اټکل له مخې تر ۷۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب