بنګله دېش کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Image caption د حفاظت اسلام ډلې پیاوړتیا هغه کسان دي، چې د بنګله دېش په مدرسو کې په دیني زده کړو بوخت دي.

د بنګله دېش په پلازمېنې ډاکې کې د پولیسو او اسلام پالو احتجاج کوونکو تر منځ اخ وډب کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او تر ۶۰ ډېر ټپیان دي.

د یکشنبې په ورځ ( مې ۵ ) ډاکه کې د حفاظت اسلام نومي ډلې نژدې پنځه سوه زره کسانو لاریون وکړ. دوی د اسلامي مقرراتو د نفاذ او اسلام ته د سپکاوی کوونکو لپاره د سزا غوښتنه کوله.

کله چې پولیسو د احتجاج کوونکو مخه ونیوله، یو شمېر بلواګرو دکانونو او پولیس ګاډو ته اور ورته کړ.

له دې وروسته پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز، لوګي خپرونکي لاسي بمونه او ربړینې مرمۍ وکارولې او احتجاج کوونکي یې له مرکزې کاروباري سیمې موتې جهیل څخه په شاوتمبول.

د یکشنبې او دوشنبې تر منځ شپې مهال د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخ وډب دوام وکړ او د دوشنبې په ګهیځ ( مې ۶ ) پولیس وتوانیدل، چې د سیمې کنترول تر لاسه کړي.

د دوشنبې په ګهیځ د پولیسو یوه ویندوی وویل، چې پولیسو د سیمې کنترول تر لاسه کړی او اوس په شاخوا ودانیو کې د پټ شویو احتجاج کوونکو لټون کوي.

د مظاهرې پر مهال زرګونو احتجاج کوونکو د ښار هغه سړکونه تړلي وو، چې له دغه ځایه د هېواد نورو برخو ته غځېدلي دي.

دوی هغو کسانو ته د مرګ سزا ورکولو غوښتنه کوله، چې اسلام ته سپکاوی کوي.

Image caption کله چې پولیسو د احتجاج کوونکو مخه ونیوله، یو شمېر بلواګرو دکانونو او پولیس ګاډو ته اور ورته کړ.

دغه راز یې د نارینه وو او ښځو تر منځ د بیلتون راوستو غوښتنه کوله، چې اسلامي مقررات نافذ شي.

د دې ډلې د فعالیتونو په اړه د ښځو د حقونو فعالانو سختې نیوکې کړې.

د حفاظت اسلام ډلې پیاوړتیا هغه کسان دي، چې د بنګله دېش په مدرسو کې په دیني زده کړو بوخت دي.

بل لور ته د بنګله دېش حکومت وايي، چې دغه هېواد یو سیکولر جمهوریت دی او حکومت د دې ډلې غوښتنې ردوي.

لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد په تکرار ویلي، چې د اسلام د سپکاوي د مخنیوي لپاره اوسني شته قوانین بسنه کوي. د بنګله دېش ۹۰ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي او پاتې نور یې هندو لږکۍ دي.

ورته مطالب