پاکستان کې پر ټاکنیزو فعالیتونو بمي بریدونه شوي

Image caption د چارواکو په وینا چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۳۰ کسان ټپیان شول.

قبایلي سیمې کورمه ایجنسۍ کې ځايي چارواکي وايي د جمیعت علما اسلام ګوند( مولانا فضل الرحمان ډلې ) د کاندید منیر اورکزي پر ټاکنیزه غونډه بمي برید شوی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي.

کورمه کې ځايي چارواکو ویلي، چې د پاکستاني پارلمان د پخواني غړي او اوسني کاندید منیر اورکزي ټاکنیزه غونډه پای ته ورسېده، چې بمي چاودنه وشوه.

د چارواکو په وینا چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۳۰ کسان ټپیان شول. د چاودنې ټپیان پاړه چنار روغتون ته لیږدول شوي او سیمه امنیتي ځواکونو کلابند کړې ده.

په داسې حال کې، چې پاکستان کې ټولټاکنو ته پنځه ورځې پاتې دي، پر ټاکنیزو فعالیتونو د توند لارو بریدونه دوام لري.

په یوه بله پېښه کې د نېشنل ګوند پر مشر عبدالمالک بلوچ برید شوی، چې درې کسان په کې ټپیان شوي، خو خپله ډاکټر عبدالمالک ته زیان نه دی اوښتی. پېښه د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې وشوه.

دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې ډاکټر عبدالمالک له خپله کوره په ګاډي کې ووت، چې پرې د لاسي جوړ شوي بم برید وشو.

تېره میاشت هم د نوموړي په کور د لاسي جوړ شوي بم برید شوی وو. بل لور ته بلوچستان کې څلورو هغو ودانیو کې چاودنې شوې، چې د ټاکنو پر مهال د رایې اچونې لپاره په پام کې وې.

بله خوا د خېبر پښتونخوا په چارسده کې ځايي چارواکي وايي، د پیپلز ګوند د یوه کاندید اسدالله پر ټاکنیز دفتر بمي برید شوی، چې یو کس په کې ژوبل شوی دی او ودانۍ له منځه تللې.

د بلوچستان ایالت په برکهان سیمه کې پر دوو ښونځیو او یوه کلینیک بمي بریدونه شوي. د برکهان ځايي چارواکي وايي، د بمي بریدونو له امله په نښه شویو ودانیو ته زیان اوښتی.

تېره ورځ د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د دوو ښوونځیو ودانیو ته زیان اړول شوی. دغه ښوونځي، چې د چاودیدونکو توکو په وسیله ورته زیان اوښتی په صاحبزاده کلي او احمدوال سیمه کې موقعیت لري.

د نوشکي ځايي چارواکو هغه مهال وویل، ټاکل شوې وه، چې په نښه شویو ودانیو کې د ټاکنو پر مهال د رایې اچونې مرکزونه جوړ شي.

بلوچستان کې په ورته بریدونو کې د یکشنبې په ورځ دوه ملېشه سرتېري ووژل شول او د دوو نورو په شمول ۱۴ کسان ټپیان شول.

ورته مطالب