محمود عباس او بنیامن نتنیاهو چین ته تللي

Image caption " دا ډېره ښه ده، چې نتنیاهو هم چین ته سفر کوی، دا ښه ده، ځکه چینايي مقامات به زموږ داوړو خبرې واوري." محمود عباس

د فلسطیني ادارې ولسمشر محمود عباس او د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دواړه چین ته تللي او ټاکل شوې، چې د دغه هېواد له لوړ پوړو مقاماتو سره وویني.

محمود عباس چین ته له رسېدو سره سم وویل، چې له چینايي چارواکو سره به د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ د خبرو په لړ کې پر شته ستونزو وغږیږي.

بل لور ته بنیامن نتنیاهو شنګهای ته تللی، چې له چین سره تجارتي معاهدې لاسلیک کړي او د ایران په اړه له چینايي مقاماتو سره خبرې وکړي.

نوموړی به له دې وروسته بیجینګ ته لاړ شي.

داسې نه دي ویل شوي، چې دواړه مشران به له یوه بل سره وویني، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، که چین ته راغلي دواړه مشران غواړي، چې له یوه بل سره وویني، نو چین به ورسره همکاري وکړي، خو دواړه مشران به په ورته مهال په یوه ښار کې نه وي.

محمود عباس به د دوشنبې په ورځ له چینايي ولسمشر شي جن پنګ او لومړي وزیر لي کیکیانګ سره وویني.

چین ته له تلو مخکې د چین له دولتي خبري اژانس (شینخوا ) سره په مرکه کې محمود عباس وویل، چې چینايي مقاماتو ته به له اسراییلو سره د خبرو په لړ کې په شته ستونزو توضیحات ورکړي او دغه راز به له چینايي مقاماتو وغواړي، چې د فلسطین د اقتصادي پر مختګ لپاره له اسراییلو سره له خپل نفوذه کار واخلي.

شینخوا د محمود عباس له قوله وايي:

" دا ډېره ښه ده، چې نتنیاهو هم چین ته سفر کوی، دا ښه ده، ځکه چینايي مقامات به زموږ داوړو خبرې واوري."

تېرو شپږ کلونو کې لومړی ځل دی، چې یو اسراییلي مشر چین ته سفر کوي. اسراییلي چارواکي وايي نوموړی به شنګهای کې له سوداګریزو چارواکو سره وویني او تمه ده، چې یو شمېر سوداګریز هوکړه لیکونه به لاسلیک کړي.

د اسراییلو د لومړي وزیر ویندوی مارک ریګیو ( اې ایف پي ) خبري اژانس ته ویلي، چې " له اقتصادي همکارۍ به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسیږي او موږ همدا غواړو."

تمه کېږي، چې د اسراییلو لومړی وزیر به له چینايي مقاماتو سره خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام په باب هم خبرې وکړي.

د ایران په باب د اسراییلو په ګډون یو شمېر هېوادونه فکر کوي، چې اټومي وسلې جوړوي، خو ایران دا ردوي.

چین د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې له ایرانه ډېر تیل رانیسي او د ایران پر ضد د یو اړخیزو بندیزونو مخالفت کوي.

ورته مطالب