د مالیزیا پارلماني ټاکنې واکمن ګوند وګټلې

Image caption موږ باید نړوالو ته ثابته کړو، چې موږ د یوه هوښیار جمهوریت اوسیدونکي یو. نجیب رزاق

د مالیزیا په ټولټاکنو کې واکمن اییتلاف بریا تر لاسه کړې. دې ټاکنو کې د لومړي وزیر نجیب رزاق د واکمن اییتلاف او مخالفو ګوندونو د اییتلاف، چې پخوانی مرستیال لومړی وزیر انور ابراهیم یې مشري کوي، تر منځ د سختې سیالۍ تمه کېده، خو د ټاکنو کمېسیون چارواکو په وینا، د دوه دریمې برخې څوکیو لپاره د ټاکنو له پایلو مخې ته راتلو وروسته معلومه شوه، چې ملي اییتلاف د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان له ټولټال ۲۲۲ څوکیو څخه لږ تر لږه اړینې ۱۱۲ څوکۍ ګټلې دي.

انور ابراهیم پر ملي اییتلاف تور پورې کړی، چې له ټاکنو مخکې او د ټاکنو پر مهال یې درغلۍ کړې. د ټاکنو کمېسیون چاوراکي وايي ټول هېواد کې له ثبت شویو رایې ورکوونکو څخه ۸۰ سلنه کسانو یې ټاکنو کې خپله رایې کارولې.

ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته ۵۹ کلن نجیب رزاق د مالیزیا له خلکو وغوښتل، چې د ده د متحدینو بریا ومني. د ټلویزیون له لارې د وینا پر مهال نوموړي وویل:

" موږ باید نړوالو ته ثابته کړو، چې موږ د یوه هوښیار جمهوریت اوسیدونکي یو."

د ملي اییتلاف په وینا دوی د پارلمان ۱۱۷ څوکۍ تر لاسه کړې، خو د دوی مخالف اییتلاف پکتان رکایت ۶۵ څوکۍ تر لاسه کړې.

پکتان رکایت مشر انور ابراهیم وايي ماتې به و نه مني. هغه د پایلو له اعلانېدو وروسته یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال وویل:

Image caption د ټاکنو کمېسیون چاوراکي وايي ټول هېواد کې له ثبت شویو رایې ورکوونکو څخه ۸۰ سلنه کسانو یې ټاکنو کې خپله رایې کارولې.

" موږ داسې فکر کوو، چې ټاکنې د درغلیو پر بنسټ تر سره شوې او د ټاکنو کمېسیون ناکام شو."

له ټاکنو مخکې سیاسي شنونکو داسې انګېرله، چې د مخالفو ګوندونو اییتلاف به وتوانیږي، چې په ۱۹۵۷ کې د دغه هېواد له خپلواکۍ راهسېې واکمن اییتلاف له واکه لرې کړي.

که یوه لور ته د مالي پرمختګ او په هېواد کې د ټیکاو رامنځ ته کولو نوښت د واکمن ګوند په برخه دی، نو بل لور ته پرې د مالي درغلیو تورونه هم لګیدلي.

ورته مطالب