" سوریې کې حکومت مخالفانو سارین ګاز کارولی"

Image caption د ملګرو ملتونو یو ځانګړی کمېسیون سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارولو په باب څېړنه کوي.

د ملګرو ملتونو د یوې لوړ پوړې څېړونکې په وینا سوریه کې د بحران اغیزمنو له خبرو ثابته شوې، چې حکومت مخالفانو د مازغو اغېزمنونکی ګاز سارین کارولی.

کارلا ډلپونټې یوه سویسي ټلویزیون ته په مرکه کې ویلي، چې دې لړ کې ( کره ) او څرګند شکونه شته، خو کره ثبوتونه نه دي تر لاسه شوي.

د یادونې ده، چې پر سوریې د کمیاوي وسلو کارونې په لړ کې د لوېدیځ فشارونه په زیاتیدو دی.

د ملګرو ملتو څېړونکې دغه راز ویلي، چې زموږ څېړونکو د سوریې په ګاونډ کې له اغیزمنو کسانو، ډاکټرانو او روغتونونو کې مرکې کړې.

" د هغوی د تېرې اونۍ رپوټ ما هم لیدلی، دې کې د اغېزمنو د درملنې له طریقې نه داسې کره نښې نښانې معلومېږي، خو د سارین ګاز کارونې په اړه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي."

کارلا ډلپونټې د سوریې د بحران په باب د ملګرو ملتو د یو خپلواکې څېړنېزې ډلې مشري کوي. هغې داسې احتمال هم رد نه کړ، چې ګواکې د سوریې حکومتي ځواکونو سارین ګاز کارولی، خو په وینا یې په دې باب نورو څېړنو ته اړتیا ده.

هغې په دې باب نور تفصیل نه دی ورکړی، چې سارین ګاز کله او چېرې استمعمال شوی. دغه کمېسیون د ۲۰۱۱ په اګست کې جوړ شوی، چې سوریه کې د بشري حقونو د سرغړونې په باب معلومات راټول کړي.

د سوریې حکومت پر مخالفانو د کیمیاوي وسلو کارولو تور پورې کړی.

د ملګرو ملتونو یو ځانګړی کمېسیون سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارولو په باب څېړنه کوي. دغه کمېسیون غواړي په غیر مشروط ډول سوریې ته سفر وکړي او په سوریه کې د کره تورونو په اړه څېړنه وکړي.

سوریې کې دا وروستیو کې حکومت او مخالفانو یې پر یوه بل د کیمیاوي وسلو کارولو تورونه لګولي. برتانیې له سوریې څخه بېلګې تر لاسه کړې، چې په یوه دفاعي ازمېښت ځای کې وڅېړل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي و:

" په هغو بېلګو کې، چې له سوریې څخه ترلاسه شوې، د سارین ګاز نښې نښانې لیدل شوې."

له یوه اټکل سره سم سوریه کې د کیمیاوي وسلو پراخې زېرمې شته او دا وروستیو کې نړیوالې ټولنې د دې زېرمو د خوندیتوب په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

د یکشنبې په ورځ د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وویل، سوریه کې د اسراییلو له لوري د پوځي هدفونو په نښه کولو ثابته کړه، چې د النصره توند لارې ډلې په شمول اسراییل له سوري ( ترهګرو ) سره اړیکې لري. د سوریې حکومت خپل وسله وال مخالفان ترهګر بولي.

له دې مخکې د سوریې دولتي رسنیو ادعا کړې وه، چې اسراییلو د دمشق په څنډو کې د جبل قاسیون په سیمه کې د یوه پوځي مرکز په شمول درې هدفونه په نښه کړل.

اسراییلي سرچینې وايي د لبنان حزب الله ته لېږدونکې وسله یې په نښه کړې، خو په رسمي توګه اسراییلو د دې برید پخلی و نه کړ.

د هغه غورځنګ په پایله کې، چې سوریه کې د بشار الاسد حکومت پر ضد د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې پیل شوی، تر اوسه له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

ورته مطالب