د موسیقۍ ډلې اړوند موزیم پرانیستل شو

Image caption موزیم کې د هغه کور بېلګه هم جوړه شوې، چې د ډلې غړو به په کې په ګډه سندرې لیکلې.

د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې د اوویایمې لسیزې د مشهورې موسیقي ډلې ابا(ABBA ) اړوند موزیم پرانیستل شوی.

د موزیم جوړولو نوښت د دې ډلې یوه غړي بیورن الوایس کړی. یاد میوزیم کې د موسیقۍ ډلې د غړو کالي د موسیقۍ الې او نور اړوند شیان نندارې ته ایښي.

د موزیم نندارچیان کولای شي د موزیک ډلې له غړو سره د کمپیوټر له لارې د هغوی جوړې شوې بېلګې سره سندرې ووايي.

د ډلې غړي بیورن الوایس هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې دغه ډله یو ځلې بیا د موسیقۍ نړۍ ته مخه کوي.

د موزیم غولی د هغه مهال د ډسکو فلور په بڼه جوړ شوي، چې نندارچیان وکولای شي، پرې نڅا وکړي.

له دې سره په یوه برخه کې نندارچیان کولای شي، خپله سندرې ووايي او د ډلې د پنځم غړي رول ولوبوي.

له دې مخکې ( ۲۰۰۸ کال کې) هڅه شوې وه، چې دغه موزیم پرانیستل شي، خو هغه مهال بیورن الوایس دغه طرح رد کړه او ویې ویل، چې" زه لا ژوندی یم."

خو ویل کېږي، اوس دغه موزیم د ډلې له بشپړه ملاتړه برخمن دی.

الویس هره ورځ ۵۰ کار کونکو ته د ډلې اړوند لار ښوونې کوي.

موزیم کې د هغې کوټې بېلګه هم جوړه شوې، چې د ۷۰ لسیزې پر مهال په کې د میوزک ډلې غړي یو ځای شوي وو.

له دې سره د هغه کور بېلګه هم په کې جوړه شوې، چې د ډلې غړو به په کې په ګډه سندرې لیکلې. میوزیم کې د سویډن د موسیقۍ په اړه هم معلومات وړاندې کېږي.

ورته مطالب