د سومالیا پر امنیت او اقتصاد کنفرانس جوړ شو

Image caption د دغې غونډې کوربه توب د برتانیا لومړۍ وزیر ډېوېډ کامېرون او د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمد کوي.

د نړۍ د شاوخوا ۵۰ هېوادونو او نړیوالو مرستندویو ټولنو استازي په لندن کې هغه کنفراس ته را ټول شوي چې پر سومالیا جوړ شوی دی.

د دغې غونډې کوربه توب د برتانیا لومړۍ وزیر ډېوېډ کامېرون او د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمد کوي.

د دې کنفرانس موخه دا ده چې له سومالیا سره د امنیت، قضا او اقتصاد په برخه کې مرسته وکړي. همدې ته ورته خو تر دې یوه کوچني کنفرانس پرو سږ کال وکولی شو په سومالیا کې د سیاسي انتقال پروسه پر مخ بوځي او په هېواد کې امنیتي حالت نسبتآ ښه کړي.

د سومالیا په اړه د لندن د پرو سږني کال په پرتله په دغه هېواد کې دننه ډېر څه بدل شوي دي.

سومالیا اوس یو نوی دولت لري. دا په دوو لسیزو کې د دغه هېواد لومړنی دولت دی چې ملګري ملتونه او نور قوتونه يې په رسمیت پېژني.

ترهګره ډله الشباب چې تر ډېره يې د سومالیا پر ډېرو برخو واک درلود اوس د هېواد له مهمو ښارونو شړل شوې ده.

همدارنګه د سومالیا په ساحل کې سمندري غلاوې په خورا ډراماټیک ډول کمې شوې دي او په هغه هېواد کې د لوږې ناورین اوس هغسې نه دی پاتې.

د کنفرانس مهمې موخې برتانوي لومړۍ وزیر ډېوېډ کامېرون داسې بیان کړې:

"زه هیله لرم چې موږ ټول د یوه اوږد مهالي امنیتي پلان تر شا ودرېږو. داسې یو پلان چې په سومالیا کې د شباب د وېرې او ظلم سیوری د تل لپاره لرې کړي. د دې ترڅنګ هیله من یم چې وکولی شو د شفافیت او حساب ورکونې په برخه کې پرمختیاوې ووينو چې خلک وپوهېږي چې دا مرستې چېرې ځي. بله هیله مو دا ده چې په ټولیزه توګه د سومالیا دولت ورغوو او په دې برخه کې له ټولو غاړو ملاتړ تر لاسه کړو."

خو ښاغلی کامېرون همدلته ستونزه لري. د ده د شخصي هڅو پرته ده و نه شوای کولی چې د سومالیا د بېلا بېلو برخو خلک د خبرو مېز ته راولي.

د پوتلنډ په نامه نیمه خپلواکه سیمه همداسې یو ځای دی چې نه غواړي خبرو ته کښېني.

دې ته ورته یوه بله سیمه چې خلک يې د سوماليا خاوره بولي هم غونډه کې نه شته. د همدې سیمې د بهرنیو چارو وزیر محمد عمر نومېږي.

"د دغه کنفرانس مشري به د سومالیا فدرالي ولسمشر کوي نو د سومالیا خاوره نه شي کولی چې برخه په کې واخلي. دا به زموږ خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او خلکو ته به بېلا بېل پیغامونه واستوي نو ځکه خو دا زموږ په ګټه نه ده چې برخه په کې واخلو."

په کنفرانس کې د دغو سیمو د استازو نشتوالی د سومالیا د فدرالي حکومت پر وړاندې لوی خنډ جوړوي.

د سومالیا د دولت د واک سیمه تر پلازمېنې موګادیشو او یو څو نورو سیمو محدوده ده. حتی هلته هم دغه دولت د امنیت ساتلو لپاره پر بهرینو ځواکونو تکیه کوي.

د سومالیا دولت یوه داسې ملي ځواک ته ډېره اړتیا لري چې وکولی شي د واک او شتمنۍ شریکولو لپاره یوه لار ومومي.

د لندن نننۍ کنفرانس به داسې یوه موضوع هم وڅېړي چې تر دې ډېرو نژدې وختونو پورې په سومالیا کې یوه ټبو وه. هغه پر ښځو جنسي تېری دی. هغه تېری چې تر ډېره پر بې ځایه شویو مېرمنو کېږي. حلیمه علي ادان هغه مېرمن چې د همداسې قراباني ښځو سره په موګادیشو کې کار کوي.

"جنسي تېری هغه څه دی چې په سومالیا کې پرې هېڅ خبرې نه کېږي. ښه دی چې اوس نړیوالې ټولنې د دې موضوع اړتیا ولیده او په دې کنفرانس کې به پام ورته وشي. زما لپار همدا چې پر دې موضوع به، دې کنفرانس کې خبرې کېږي ډېره لویه خبره ده."

ټاکل شوې دغه کنفرانس به ښه پای ته ورسېږي، نړیوال به د مرستو ژمنې وکړي خو ستونزې خورا ډېرې دي.

الشباب اوس هم پر ډېرې خاورې واک لري او تل خونړي بریدونو کوي. د سومالیا دولت ډېر کمزوری دی، حتی پر خپلو سرتېرو د امنیت تکیه نه شي کولی او د هېواد ډېره برخه د دولت مشروعیت نه مني.

ورته مطالب