اسد وايي سوریه له اسراییلو سره جنګېدلی شي

بشار
Image caption بشارالاسد دا وینا یوه ورځ وروسته تر هغو کړې، چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي سره یې په سوریه کې کتلي دي.

د تېرې اوونۍ د رخصتیو پر ورځ د سوریې پر دمشق ښار د اسراییلو د هوايي بریدونو په لومړي غبرګون کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي چې "سوریه د اسراییلو پر وړاندې د جګړې توان لري".

بشار ټینګار کړی، چې ګني "د اسراییلو وروستي بریدونه دا په ډاګه کوي، چې ګني په سوریه کې د اسراییلو په ګډون ځینې لوېديځ او د سیمې هېوادونه د سوریې روانې جګړې تېزولو ته لمن وهي".

له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې سوري ولسمشر دا هم ویلي، چې "سوري ولس او زړور پوځ د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې مهمې لاسته راړونې درلودې، که د اسراییلو له لوري بل ځل برید وشي، سوري پوځ دا توان لري، چې له اسراییلو سره وجنګېږي".

بشارالاسد دا وینا یوه ورځ وروسته تر هغو کړې، چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر علي اکبر صالحي سره یې په سوریه کې کتلي دي.

ښاغلی صالحي سوریې ته په یوه نااعلان شوي سفر د تېرې سې شنبې په ورځ رسېدلی و.

صالحي ویلي وو چې "موږ باوري یو چې سوریه [واکمن نظام] به تر دغو ناخوالو او ناورین وروسته روانه جګړه ګټي".

د نوموړي اشاره دې ته وه، چې ګني د سورې پر جګړې ټيک دوه کاله تېر شول.

صالحي له عمان څخه دمشق ته د سفر پرمهال دا څرګندونې کړې دي.

دغه ایراني وزیر له خپل اردني سیال ناصر جوده سره خبریالانو ته د سوري کړکېچ پر سیاسي حل خبرې کړې دي.

نوموړي دا هم ویلي، که چېرې واکمن نظام له منځه ولاړ شي، د سیمې پر ټولو هېوادونو یې د منفي اغېز وېره ده.

ورته مطالب