نواز شریف پاکستان د ترهګرۍ ضد له جګړې رایستل غواړي

نواز شریف
Image caption نواز شریف وړاندې هم ویلي وو، چې ګني پاکستان د ترهګرۍ ضد له جګړې رایستل غواړي، "هو، موږ باید دا کار وکړو".

د پاکستان مخکني لومړي وزیر او د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ کاندید نواز شریف ویلي، که چېرې د پاکستان ولسمشر شو، نو د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد له جګړې به پاکستان راوباسي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي، د دې لپاره خوځښت مهم دی، چې پاکستان او ګرده نړۍ کې امن راشي.

په امریکا کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته پاکستان هم د ترهګرۍ ضد جګړې په ډګر کې د امریکا د جګړې یو مهم ډګر پاکستان هم دی.

د پاکستان ولسمشریزې ټاکنې د روانې مې پر ۱۱ مه کېږي، چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر ګڼو غونډو بریدونو لسګونه کسان وژلي دي.

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې یو منتخب حکومت خپله دوره پوره کوي، او ټاکنې کېږي.

تلپاتې سوله

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګیورین وايي، د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر نواز شریف شاید د لوېديځو مشرانو په ذهن کې دا اندېښنه راوپاروي، که چېرې نواز شریف واک ته ورسېږي، شاید اورپکي په دغه هېواد کې ډېره ازادي ترلاسه کړي.

نوموړې وايي، دوی دا وېره هم لري، چې د ۲۰۱۴ تر پایه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته شاید پاکستان کې نارامۍ او بریدونه لا ډېر شي.

زموږ خبریاله کاږي، د پاکستان د ننه د راتلونکي حکومت مشر له وسله والو سره د معاملې د کیفیت له اړخه هم اندېښمن ښکاري.

نواز شریف وړاندې هم ویلي وو، چې ګني پاکستان د ترهګرۍ ضد له جګړې رایستل غواړي، "هو، موږ باید دا کار وکړو".

خو نووړي له دې ویلو ډډه کړې ده، که چېرې ولسمشر شي ، ایا د طالبانو او القاعدې شبکې پرضد له جګړه ییزو عملیاتو به لاس واخلي، خو زیاتوي چې دا موضوع "ډېرو جزییاتو ته اړتیا لري".

د پاکستان دغه شتمن سوداګر د تېرې پېړۍ په نوي یمه لسیزه کې دوه ځلې لومړی وزیر شوی، وايي له ټولو هېوادونو سره په سیمه کې د تلپاتې سولې د راتلو همکارۍ ته چمتو دی.

د تېرې چارشنبې پر ورځ هم پاکستان د خونړی بریدونو شاهد و.

د شمال لوېديځ خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوې پوستې په ځانمرګي برید کې لږترلږه درې کسان ووژل شول او نژدې ۲۵ نور ټپیان شول.

پولیسو وویل، دا لا روښانه نه ده، چې ایا د برید هدف پولیس وو او که د عوامي نېشنل ګوندۍ ټاکنیز کمپاین.

پاکستاني طالبانو ګواښ کړی، چې د عوامي نېشنل ګوند او نور "سیکولر" ګوندونه به په نښه کوي.

ورته مطالب