امریکا کې په چرسو مالیه اخیستل کېږي

Image caption تر لسو کلونو ډېره موده کېږي چې ددرملو په توگه کلرادو کې له چرسو کار اخيستنه قانوني بڼه لري.

په پام کې ده چې د امريکا د کلرادو په ايالت کې له هغو چرسو نه چې د تفريحي موخولپاره رانيول کېږي، ماليه واخيستل شي.

د کلرادو کنگرې د چارشنبې په ورځ دغه پرېکړه وکړه چې دا دهغو گامونو يوه برخه بلل کېږي چې له مخې به يې د چرسو پير او پلور قانوني شي.

ددغې پرېکړې له مخې به په پرچون ډول د چرسو له پېر او پلور څخه ٢٥ سلنه ماليه واخيستل شي.

له هغه راهيسې چې رايه اچوونکو د ډيسمبر په مياشت کې چرس قانوني کړ، واشنگټن کې پر الکولي څښاک د کنټرول سټې د داسې يوه سيستم د رامنځ ته کولو هڅه کوله چې د چرسو توليد او پروسس او په پرچون ډول يې پير اوپلور قانوني شي.

د چرسو د پير اوپلور بازارونو د نامنظموالي له کبله که څه هم حکومتي چارواکي ډاډ من نه دي چې له چرسو څخه به څومره عوايد ترلاسه شي، خو کارپوهان وړاندوينه کوي چې ښايي دغه صنعت په يوه پنځه کلن پړاو کې دوه ميليارده عوايد ولري.

د چرسو پېر اوپلور به راتلونکى کال کې وروسته له هغه پيل شي، چې پرالکولي څښاک سټې له لوري د چرسو د توليدونکو، پروسس کوونکو او خرڅوونکو لپاره اړونده قوانين تصويب کړي.

تر لسو کلونو ډېره موده کېږي چې ددرملو په توگه کلرادو کې له چرسو کار اخيستنه قانوني بڼه لري. خو د نومبر په مياشت کې د رايه اچوونکو د ملاتړ له کبله کلرادو او واشنگټن کې د چرسو پر خرڅولو او لرلو شته محدوديتونه لږ شي.

اوس له شلو کلونو د پورته عمر لرونکي کسان کولاى شي چې ٢٨ گرامه چرس پروسس کړي او ياهم خپل کور کې د بنگو شپږ بوټې وکري.

دغه قانون به هغو هټيو ته چې د نيشه يي داروگانو د خرڅولو جواز لري اجازه ورکړي چې له ٢٠١٤ کال څخه د چرسو پېر او پلور هم پيل کړي .خو په عام محضر کې به يې کارونه غير قانوني پاتې وي.

ددغه قانون ملاتړکوونکي وايي د مالياتو د وضعې له لارې به دغه قانون ښه عوايد رامنځ ته کړي.

ورته مطالب