بلوچستان کې ټاکنې، اعتصاب او بریدونه،۴ وژل شوي

Image caption کوټه ښار کې پر سریاب روډ سیمه کې د چاودنې رپوټ ورکړل شوی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ټاکنو بهیر له پیل سره سم د تشدد لړۍ هم روانه وه.

د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د راکټي او بمي بریدونو او سیاسي ډلو د فعالانو تر منځ جګړو کې څلور کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

د وژنې یوه پېښه په خاران سیمه کې د هندوانو کوڅه کې وشوه، چې یو سړي د رایې اچوونې پر مرکز د لاسي بم د برید ښکار شو.

له دې مخکې د کوټې په شابو کلي کې پر یوه بل مرکز برید وشو، چې په کې څلور مېرمنې ټپیانې شوې.

کوټه ښار کې په سریاب روډ سیمه کې د چاودنې رپوټ ورکړل شوی، خو په کې د مرګ ژوبلې په باب څه نه دي ویل شوي.

د یوه ځايي خبریال په وینا، ډېورنډ کرښې ته څېرمه چمن ښارګوټي کې د دوو سیاسي ډلو تر منځ شخړه کې ۳ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي.

بل لور ته زموږ خبریال وايي، د برکهان په وټاکلي کې پر هغه ټاکنیز مرکز راکټي برید شوی، چې یوه ښوونځي کې جوړ شوی و.

Image caption د کوټې په ۳۰ کیلومترۍ کې د کچلاغ ښار ګوټي کې د عوامي نېشنل ګوند پر دفتر د لاسي بم برید شوی.

پر یاد مرکز درې توغندي ویشتل شوي. د برید په پایله کې یاد مرکز وران شوی دی.

د کوټې په ۳۰ کیلومترۍ کې کچلاغ ښار ګوټي کې د عوامي نېشنل ګوند پر دفتر د لاسي بم برید شوی، چې شپږ کسان په کې ژوبل شوي دي.

د ټاکنو پر مهال بلوچ مېشتو سیمو کې د دریمې ورځې لپاره اعتصاب دوام وکړ.

ګوادر پسني، نوشکي، خاران، پنجګور سیمو په شمول اکثر سیمو کې تګ راتګ په نشت حساب و. د درې ورځني اعتصاب اعلان د ملت پالو بلوڅ ګوندونو اییتلاف کړی و.

ورته مطالب