میانوازشریف د حکومت جوړولو هڅې پیل کړې

Image caption نوازشریف بي بي سي ته وویل پاکستان کې د بدلون راوستو او شته ستونزو هوارولو ته چمتو دی.

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف د شنبې ورځې تر ټولټاکنو وروسته له خپلو ګوندي همکارانو سره د نوي حکومت د جوړولو په اړه خبرې اترې پیل کړې دي.

د غير رسمي پایلو د وړاندوینې له مخې مسلم ليگ د حکومت د جوړولو لپاره اکثریت ترلاسه کړی، خو ښايي اوس هم د حکومت جوړولو لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا ولري.

ښاغلی شریف چې وړاندې هم دوه ځلې لومړی وزیر و، وايي، خلک په دې ډاډه دي چې د هغه ګوند بدلون رامنځ ته کولای شي. د نا رسمي پایلو له مخې د کرېکټ پخوانی ستوری عمران خان به په نوي پارلمان کې د حکومت د اصلي مخالفې ډلې مشر وي.

په همدې حال کې افغان ولسمشر حامد کرزي نواز شریف سره په ټلیفوني اړیکه کې هغه ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

ښاغلي کرزي هیله ښولې چې د هغه د حکومت پر مهال به پاکستان ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې افغانستان سره جدي همکاري وکړي.

ښاغلي شریف هم د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د پاکستان په ټاکنو کې تر اوسه له غیر رسمي اعلان شویو پایلو سره سم د میا نوازشریف په مشرتابه پاکستان مسلم لیګ ګوند توانیدلی د ملي اسمبلۍ لپاره تر ټولو ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي.

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د پخواني واکمن ګوند پاکستان پیپلز ګوند یوه اتحادي مهاجر قومي غورځنګ یو څو څوکۍ تر لاسه کړي، خو بل اتحادي عوامي نېشنل ګوند یې تر اوسه نه دی توانېدلی، چې کومه څوکۍ تر لاسه کړي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې له غیر رسمي شمېرو سره سم تر اوسه د ملي اسمبلۍ ۱۲۷ څوکۍ د میا نوازشریف پاکستان مسلم لیګ تر لاسه کړي او پاکستان پیپلزګوند ۳۱ او تحریک انصاف ګوند ۳۴ څوکۍ تر لاسه کړې دي.

بل لور ته د تحریک انصاف یوه مشر اسد عمر د ټاکنو د لومړنیو پایلو اړوند تبصرې پر مهال میا نوازشریف ته مبارکي ویلې او په خېبر پښتونخوا ایالت کې یې د خپل ګوند بریا ته په اشارې سره وویل، چې تحریک انصاف به هلته حکومت جوړ کړي.

پاکستان پیپلز ګوند چې تر اوسه یې په مرکز کې حکومت کاوه، توانیدلی، سند ایالت کې تر ټولو لوی سیاسی ګوند ثابت شي، خو په پنجاب کې یې تر اوسه ایله یوه څوکۍ ګټلې ده.

سند کې مهاجر قومي غورځنګ هم پام وړ څوکۍ تر لاسه کړې دي. خېبر پښتونخوا کې تحریک انصاف لومړی مقام خپل کړی خو د جمعیت علما اسلام او مسلم لیګ نواز د څوکیو په شمېر کې ډېر توپیر نه تر سترګو کېږي.

بلوچستان کې د یو شمېر حوزو پایلې اعلان شوې، چې هلته هم د مسلم لیګ نواز ډلې یو شمېر کاندیدان بریالي شوي.

نوازشریف بي بي سي ته وویل پاکستان کې د بدلون راوستو او شته ستونزو هوارولو ته چمتو دی.

خو بل لور ته لاهور کې د بی بي سي خبریال اوون بینیټ جونز وايي د هغو ستونزو له کبله چې پاکستان وروسره مخامخ دي، له بریا سره سره د نوازشریف ګوندي ملګري ډېره پام وړ خوښي څرګندونه نه کوي. د نوازشریف د ګوندي ملګرو بریا له پنجاب ایالت څخه تر لاسه کړې او له قانوني پلوه به نوموړی اړ وي، چې له نورو ایالتونو سره سیاسي جوړجاړی وکړي.

د کرکټ د پخواني ستوري عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف يوه چارواکي اسد عمر له خلې ويل شوي دي چې د دوى ډله په ملي اسمبلۍ کې د دويمې سترې ډلې په توگه راڅرگنده شوې ده.

دې ډلې وړاندې په پارلمان کې يوه چوکۍ هم نه درلوده.

اسد عمر وايي د غير رسمي شمېرو ترمخه دوى به د خيبر پښتونخوا ايالت کې حکومت جوړوي.

Image caption كه څه هم د عمران خان تحريک انصاف په انتخاباتي کمپاين کې ډير فعاله وو، خو د مشرانو د لوى بري هيله يې پوره نه شوه.

نواز شريف د لاهور او سرگودا له انتخاباتي حوزو بريالى شوى .

د تحريک انصاف مشر عمران خان له پېښوره او راولپنډۍ څخه پارلمان ته غوره شوى، خو لاهور کې يې ماتې خوړلې ده.

ده په پېښور کې د عوامي نيشنل گوند وتلي مشر غلام احمد بلور او راولپنډۍ کې د مسلم ليگ(ن) يو مهم مشر حنيف عباسي ته ماتې ورکړه.

د غير رسمي شمېرو ترمخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشرې ډاکټر فهمېده مرزا اود ولسمشر زدراري خور فريال

تالپور ملي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ گټلې دي.

دهېواد په بيلابېلو برخو کې د تاوتريخوالي پېښو سره سره د شنبې په ورځ ٦٠ فيصده خلکو خپله رايه کارولې ده.

دا له ٣٠ کالو نه زيات وخت کې تر ټولو لوړه کچه ده چې خلک په دومره لوى شمېر کې ټاکنو کې برخه اخلي.

پرون د تاوتريخوالي په پېښو کې له ٣٠ زيات کسان وژل شوي وو.

Image caption په ټاکنو کې د پيپلز گوند د ايتلافي حکومت پخواني لومړي وزير راجه پرويز اشرف ماتې وخوړه

په ټاکنو کې د درغليو په تړاو هم ځينو گوندو نو شکايتونه کړي دي، په ځانگړې توگه د کراچۍ له ښاره څو ډلو متحده قومي غورځنگ په دې تورن کړى دى چې هلته يې ټاکنو کې درغلي کړې، دې غورځنگ دا تور رد کړى خو د ټآکنو کمېسون منلې ده چې څرنگه په کار وو لږ ترلږه کراچۍ کې يې هغه ډو ل ټاکنې يې ترسره نه کړى شوې.

دا به د پاکستان په تاريخ کې لومړى ځل وي چې يوۀ غوره شوي حکومت نه وروسته بل منتخب حکومت واک ترلاسه کوي. د نظر پوښتنو ترمخه يوه ډله به هم په دې نه توانيږي چې پارلمان کې غوڅ اکثريت ترلاسه کړي ځکه نو ددې ډير امکان دى چې راتلونکى حکومت به ايتلافي او جوړېدل به يې ډير وخت غواړي.

ورته مطالب