امریکا د قاچاق شویو ډایناسورانو ایسکیلټونه منګولیا ته سپاري

Image caption منګولیايي چارواکو ویلي د ډایناسورونو د ایسکلټونو د نندارې لپاره به دا په یوه موزیم کې ځای پرځای کړي.

امریکا له یو درزن نه ډېر د ډایناسورانو ایسکیلټونه چې په قاچاقي توګه امریکا ته وړل شوي وو بېرته منګولیا ته سپاري.

دا اعلان په نیویارک کې له منګولیايي چارواکو سره د یوې لیدنې پر مهال وشو او له مخې به یې د یوه داسې ډایناسور ایسکلیټ هم منګولیا ته وسپارل شي چې ویل کېږي ۷۰ زره میلیونه پخوانی دی.

منګولیايي چارواکو ویلي د ډایناسورونو د ایسکلټونو د نندارې لپاره به دا په یوه موزیم کې ځای پرځای کړي.

یوه منګولیايي چارواکي ویلي دا د منګولیا هغه شتمنۍ ده چې په غېر قانوني توګه له منګولیا وړل شوې وه او دا چې اوس بېرته ورسپارل کېږي له دې سره به د منګولیا د تاریخي ورکې برخې بېرته پیدا شي.

امریکايي چارواکي هم وايي نه شي کولای چې د ډایناسورونو ایسکلټونه چې په وینا یې د ټول ملت ګټې ور پورې تړلې دي یو څو لوټمارانو ته وسپاري.

دوی وايي دا ایسکلټونه به د هغو سم حقدار د منګولیا حکومت ته وسپارو.

د یوه ډایناسور هډوکي چې په آزاد بازار کې یې بیه له یو میلیون ډالرو ډېره ده د تېرې دوشنبې په ورځ منګولیايي چارواکو ته وسپارل شول.

چارواکي وايي دغه هډوکي امریکا ته د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال ترمنځ قاچاق شوي وو.

ورته مطالب