ترکیې کې د چاودنو د وژل شویو شمېر ۴۳ ته ورسېد

Image caption له لومړۍ چاودنې وروسته خلکو د پېښې ځای ته د ورتلو په حال کې وو، چې دویمه چاودنه وشوه.

ترکیې وروسته له هغه چې د سوریې پولې ته نږدې په یو سرحدي ښار کې یې دوه د موټر بم چاودنې وشوې، خبرداری ورکړی چې د ځان د ژغورنې لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي.

دغه چاودنې په ریحانلي ښار کې شوې چې ډېر شمېر سوري کډوال ورته راغلي. دې چاودنو کې لږ تر لږه ۴۳ کسه وژل شوي. د ترکیې دولت وايي، پر یوې ډلې چې د سوریې د استخباراتو ادارې پورې تړلې شک لري چې دغه برید به یې ترسره کړی وي.

ترکیه د سوریې په کورنۍ جګړې د حکومت د مخالفې ډلې ستر ملاتړی هېواد بلل کېږي. ملګرو ملتونو او ناټو دغه بمي چاودنې غندلي او له انقرې سره یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

مرستیال لومړي وزیر بصیراتالې وايي دی ګومان کوي، چې بریدګر له ترکیې څخه وو، خو سوریې کې یې له څارګرو ادارو سره اړیکې درلودې.

ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی، وايي پېښه کې د سوري څارګرې ادرې په لاس درلودلو شک لري.

ریحانلي ښار ترکیې ته د سوري کډوالو د ننوتو لاره ده.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې له بمي چاودنو وروسته ځايي اوسېدونکو پر سوري کډوالو او هغو موټرو بریدونو وکړل، چې د سوریې پلیټونه یې درلودل.

په هغه ویډیو کې، چې په ترکي رسنیو کې خپره شوه لیدل کېږي، چې له لومړۍ چاودنې وروسته خلکو د پېښې ځای ته د ورتلو په حال کې وو، چې دویمه چاودنه وشوه.

ورته مطالب