لیبیا د وزارتونو کلا بندي پای ته ورسېده

Image caption د لیبيا د عدليې وزير صالح آل مرغاني په وينا اوس کلا بندي پاى ته رسېدلې ده.

په لیبیا کې د ځینو ملېشو لخوا د دوو وزارتونو کلا بندي وروسته له ۱۳ ورځو لرې شوه.

دا خبر په طرابلس کې د لیبیا چارواکو ورکړ.

ځینو ملېشو د عدليې او بهرنیو چارو وزارتونه ځکه کلا بند کړي و چې ترې غوښتل يې چې داسې یو قانون دې ومني چې له مخې به يې په سیاست او دولتي کمپنیو کې د قدافي د حکومت ځینې چارواکي کار و نه شي کړای.

که څه هم دغه قانون تېره اوونۍ منل شوی و خو ملېشو خپلې کلا بندۍ ته دوام ورکړ او د لومړي وزیر استعفا يې هم غوښتله.

کلا بندۍ سربېره پر دې، چې دواړه وزارتونو کې يې کارونه ځنډولي و حکومت يې هم له وسله والو کسانو سره په یوه سياسي لانجه کې ښکېل کړى و.

دا چاره آن د دې سبب شوه چې د حالاتو د ناڅرګندتيا له وجې د برتانيا په څېر لیبيا کې يو شمېر دېره بهرنيو سفارتونو د جمعې په ورځ د خپلو ځينو مامورينو د ايستلو پرېکړه وکړه.

د لیبيا د عدليې وزير صالح آل مرغاني په وينا اوس کلا بندي پاى ته رسېدلې ده.

ښاغلى آلمرغاني وايي خپل کارونه يې له سره پيل کړي دي او هيله لري چې د وروستيو اوونيو دغه پېښې بيا تکرارې نه شي او هېڅکله هم بايد وسلو ته لا س وا نه اچول شي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې آيا د وزارتونو د کلا بندۍ د ختمولو لپاره کوم امتيازات هم ورکړل شوي دي او که نه.

دا وروستۍ پرمختياوې د جمعې په شپه د اورپکو پرضد او حکومت په پلوۍ له یوې سترې مظاهرې وروسته رامنځ ته شوي.

مظاهره کوونکو چې د بهرنيو چارو وزارت له ودانۍ سره نژدې راټول شوي و د کلا بندۍ د ختمولو غوښتنه يې کوله.

ځينې مظاهره کوونکي د ملېشو له لوري وډبول شول او لږ تر لږه يو سياسي فعال د لنډ وخت لپاره ونيول شو.

تېره اوونۍ ملي کنګرس يو قانون تصويب کړ، چې له مخې يې قدافي پورې تړلي کسان له سياست څخه منع کېږي.

همدا د وزارتونو د کلابند کوونکو وسله والو يوه تر ټولو مهمه غوښتنه وه.

ورته مطالب