نواز شريف: لومړیتوب اقتصاد او د ژوند ښه والی دی

Image caption نواز شريف وايي د سر لومړيتوب يې د خپل هېواد اقتصاد او د ژوند سمولو چارې دي

د پاکستان مې ۱۱ مې ټولټاکنو د ډېری رايو ګټونکي ګوند مسلم ليګ نواز مشر ميا نواز شريف ويلي له حکومت جوړولو وروسته به يې د سر لومړيتوب د خپل هېواد اقتصاد او د ژوند سمولو چارې وي.

د رايو شمېرنې نارسمی پايلې ښيي چې د ده مسلم ليګ ګوند اسانه بری ګټلی، سره له دې چې راپورونه وايي ده اوس له برياليو خپلواکو کانديدانو سره خبرې پيل کړې چې د اسمبلۍ اکثريت ډاډمن کړي.

د پاکستان رسنۍ وايي د ښاغلي شريف (مسلم ليګ نون) تر دې دمه د قومي اسمبلۍ ۱۲۵ څوکۍ ګټلې، په داسې حال کې چې تحريک انصاف (پي ټي ای) او د خلکو ګوند (پي پي پي) هر يوه شاوخوا ۳۰ څوکۍ خپلې کړې دي.

شنونکي وايي ښاغلی شريف چې ۶۳ کلن دی، د پاکستان خلکو ګوند پر تله چې تېر حکومت کې يې د کمزوري ائتلاف مشري کوله، په خورا ځواکمن دريځ کې دی.

په لاهور کې له بي بي سي اردو سره خانګړو خبرو کې ښاغلي شريف وويل کله يې چې د هېواد اقتصاد سم شي، نه به بازاري لوټماري وي، او نه به هم بې کاري پاتې شي.

ده په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې د اقتصادي حالت سمون د ټولو مسئلو حل کې پرېکنده رول لرلی شي.

نواز شريف وويل په ټولټاکنو کې چې کوم ګوند په يوه صوبه کې اکثريت ترلاسه کړی، هلته د حکومت جوړلو حق لري، لکه په سند کې چې د ده په وينا (پي پي پي) ډېرې څوکۍ ګټلې، د خپل اکثريت کارولو حق لري.

د کرېکېټ پخواني ستوري عمران خان، چې د انصاف غورځنګ (پي ټي ای) ګوند يې پارلمان کې د دوهم ځای ګټلو لپاره په کلکه مبارزه کې دی، ژمنه کړې چې ريښتی مخالف لوری (اوپوزيسيون) به جوړوي.

د عمران خان ګوند خیبر پښتونخوا کې اکثريت څوکۍ ګټلې دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې عمران خان ته به په خيبر پښتونخوا کې د حکومت جوړلو لار پرانيزي، که څنګه؟ نواز شريف وويل که يې جوړولی شي نو بسم الله دې کړي "زموږ پرې کوم ګوتنيوی نه شته."

د توندلارۍ کابو کولو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ښاغلي شريف وويل له طالبانو سره خبرو مسئله بايد په غور او پام سره چلن وشي، او دا لانجه د خبرو له لارې حل کېدی شي.

د بلوچستان او د دغې صوبې خلکو کې پراخ نارضايت په اړه نواز شريف وويل"هېواد زموږ دی، خلک هم زموږ دي، تېروتنې هم کېږي، خپګان هم راځي، که څه خپګان وي، بايد لري شي او که کومه تېروتنه شوې وي، بايد زده کړې ترې وشي."

د امريکا سره اړيکو په اړه نواز شريف وويل دوی تل په ښو اړيکو کې وي، خو زياته يې کړه د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دې نه کېږي.

خو که امريکا يې ونه منی نو بيا به څه کوي، ښاغلي شريف وويل "قناعت ورکولی شي او پر دې مسئله خبرې کېدی شي. امريکا دې هڅه وکړي چې زموږ خبرې په غور سره واوري او موږ داسې انګېرو چې زموږ پر ازادۍ او خپلواکۍ ګوزار کېږي، نو دې ته پام په کار دی."

ورته مطالب