د پاکستان ټولټاکنې: شريف د لومړي وزير دندې ته تياری نيسي

نواز شريف
Image caption نواز شريف د شنبې/خالي ټولټاکنو وروسته د بری اعلان وکړ

نواز شريف داسې ښکاري چې د شنبې /خالي ورځې ټولټاکنو کې د برياليتوب له اعلان وروسته اوس د پاکستان پارلمان کې د اکثريت څوکيو خوندي کولو او راتلونکي حکومت جوړلو پر هلو ځلو بوخت وي.

د رايو شمېرنې نارسمی پايلې ښيي چې د ده مسلم ليګ ګوند اسانه بری ګټلی، سره له دې چې راپورونه وايي ده اوس له برياليو خپلواکو کانديدانو سره خبرې پيل کړې چې د اسمبلۍ اکثريت ډاډمن کړي.

ده ته له وړاندې د هند لومړي وزير منموهن سېنګ او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي مبارکي ويلې، او د امريکا ولسمشر باراک اوباما هم ژمنه کړې چې له نوي حکومت سره به همکاري کوي.

ټاکل شوې ښاغلی شريف د درېيم ځل لپاره لومړی وزير شي.

د کرېکېټ پخواني ستوري عمران خان، چې د انصاف غورځنګ (پي ټي ای) ګوند يې پارلمان کې د دوهم ځای ګټلو لپاره په کلکه مبارزه کې دی، ژمنه کړې چې ريښتی مخالف لوری (اوپوزيسيون) به جوړوي.

شنونکي وايي ښاغلی شريف چې ۶۳ کلن دی، د پاکستان خلکو ګوند پر تله چې تېر حکومت کې يې د کمزوري ائتلاف مشري کوله، په خورا ځواکمن دريځ کې دی.

د پخوانۍ لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو د (پي پي پي) ګوند داسې ښکاري چې ټولټاکنو کې يې بده ماته خوړلې وي.

دغه ګوند د پښتونپاله عوامي نشنل ګوند تر څنګ په يو شمېر هغو ګوندونو کې و، چې د طالب اورپکيو ګواښونو او بريدونو له امله يې په ازاده توګه ټاکنيزې هلې ځلی نه شوی کولی.

د پاکستان رسنۍ وايي د ښاغلي شريف (مسلم ليګ نون) تر دې دمه د قومي اسمبلۍ ۱۲۵ څوکۍ ګټلې، په داسې حال کې چې تحريک انصاف (پي ټي ای) او د خلکو ګوند (پي پي پي) هر يوه شاوخوا ۳۰ څوکۍ خپلې کړې دي.

شنونکيو ويلي (مسلم ليګ نون) داسې ښکاري چې شاوخوا ۱۳۰ څوکۍ وګټي، او په دې سره به وتوانېږي چې د خپلواکو برياليو کانديدانو او وړو ګوندونو په ملاتړ د ۱۳۷ اړين اکثريت پوره کړي.

کله چې دغه شمېر پوره شو، د ښاغلي شريف ګوند ته به د اسمبلۍ نورې ۷۰ څوکۍ هم ورکړل شي، چې د ښځو او نامسلمانو لږکيو لپاره ځانګړې شوې دي.

د ټولټاکنو کمسيون يوه وياند وويل په رايه ورکونه کې د خلکو ګډون ۶۰٪ سلنه و، په داسې حال کې چې ۲۰۰۸ کال کې ۴۴٪ سلنې ته رسېده.

د ونډو بازار

Image caption د خلکو ګوند چې د تېر حکومتي ائتلاف مشري يې کوله کلکه ماته خوړلې ده

د مې ۱۱ مې ټولټاکنې ښکاري په يوه داسې هېواد کې يې له يوه ټاکل شوي حکومت نه بل حکومت ته د واک لېږدونې لار پرانيستې وي، چې د پوځي کودتاګانو مخينه لري.

د نواز شريف په مشرۍ حکومت په اړه اټکلونو کې د کراچۍ ونډو بازار د لوړو بيو ريکارډ جوړ کړی دی.

ښاغلی شريف داسې انګېرل کېږي چې ازاد بازار او د پرانيستي لاس راکړه ورکړه غوره بولي.

د مسلم ليګ نون، وياند صديق الفاروق د فرانسې خبری اژانس ته ويلي اسحاق ډر په نوي حکومت کې د ماليې وزير څوکۍ ته غوره شوی دی.

ښاغلی ډر د نواز شريف په دوهم حکومت کې له ۱۹۹۸ نه تر ۱۹۹۹ کال پورې او بيا په ۲۰۰۸ کال پر همدې دنده و.

نواز شريف چې په ۱۹۹۹ کال کې په يوه پوځي کودتا کې راوپرځول شو، او د پروېز مشرف واکمنۍ پر مهال يې کلونو په جلاوطنۍ کې تېر کړل، د يکشنبې/اتوار ورځ د يوه حکومت پر جوړولو تېره کړه.

ورته مطالب