ګاونډیانو لپاره د نوازشریف بریا څه معنا لري؟

Image caption نوازشریف پوهیږي، چې په لویدیځ کې یې دودیز دوستان دا مهال له اقتصادي بحران سره مخامخ دي.

د پاکستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې د میا نوازشریف د حیرانونکي بریالیتوب هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې نوموړی به له مخکې د ډېر ثبات لرونکي پاکستان سبب شي.

خو تر ډېره تکیه پر دې کېږي، چې نوموړی به په څومره اغیزناک ډول د پاکستان له پوځ سر ګډ کار وکولای شي.؟

نوازشریف د ۱۹۹۰ په لسیزه کې دوه ځلې د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو او له هند سره یې د اړیکو پراختیا ته توجه وکړه، خو په هر ګام د پوځ له لوري له نه پخلا کېدونکې او یرغلګریزې رویې له امله له ستونزو سره مخامخ شو.

بالاخره ۱۹۹۹ کال، د کشمېر په جنجالي سیمه ( کارګل) کې جګړه ونښته، چې له امله یې پوځ ته زیان واوښت او حکومت یې نسکور کړ.

نوازشریف پوهیږي، چې په لویدیځ کې یې دودیز دوستان دا مهال له اقتصادي بحران سره مخامخ دي او ښايي د دوی لپاره ډېر مرستندوی ثابت نه شي.

خو هند د یوه پانګه وال په توګه، د پاکستاني مخ پر ځوړ اقتصاد په ښه کولو کې فعاله برخه اخیستلای شي.

داځلې داسې ښکاري، چې پوځ له هند سره د اړیکو ښه کولو ته چمتو دی، خو د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني اوس هم په پاکستان کې د هند پانګونې او کارخانو جوړولو ته زړه نا زړه معلومیږي.

خو له دې سره پاکستان ډېرې لږ نورې لارې چارې لري او نوازشریف له دې هم لږ، ځکه د پاکستان د اقتصادي بیارغونې لارې یوه په بله پسې تړل کېږي.

د سږ کال تر پایه جنرال کیاني له خپل مقامه تقاعد کېږي او د ده نوی ځای ناستی ښايي د پوځ او نوازشریف تر منځ ترینګلي اړیکې ښه کړي.

له ځان سره د پوځ د ملګرتیا ساتلو لپاره اوسنی ولسمشر زرداري د خپل هېواد له بهرنۍ پالیسي لاس پر سر شوی و. خو ښايي نوازشریف داسې و نه کړي، بلکې دی به وغواړي له پوځ سره په ګډه داسې اغېزمنه پالیسي جوړه کړي، چې پر مټ یې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د امریکا، ولسمشر حامد کرزي او پاکستان مېشته طالب مشرانو تر منځ یو جوړجاړی رامنځ ته شي.

په سوله ییز ډول د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو وتل، افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدل او کابل کې د حکومت دوام ، دا ټول هغه څه دي، چې د خبرو میز ته د طالبانو راوستلو لپاره د پاکستان د مسوولانه رویې اړوند بلل کېږي.

نوازشریف په ظاهره د دې لپاره هیله مند دی او څرګند دلیل یې دادی، چې که د پولې دواړو غاړو ته امنیت ټینګ نه شي، نوموړی نه شي کولای د خپل هېواد کورني مسایل حل کړي.

د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه، تاجکستان، ازبکستان، قرغستان، قزاقستان او ترکمنستان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او د طالبانو کابو کولو کې د امریکا د ناکامۍ له کبله کافي اندېښمن دي او دوی فکر کوي د پاکستان پوځ د دې کار مسوول دی.

دغه هېوادونه به په واک کې د نوازشریف په لیدو ډاډمن شي او دوی به هیله مند وي، چې نوازشریف به افغانستان کې د سولې لپاره د مرکچي رول ولوبوي.

له ایران سره د نل لیکې اړوند فشار

په داسې حال کې، چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له پلوه امریکا فشار زیاتوي، د ایران مساله کې به هم نوازشریف له سخت حالت سره مخامخ شي.

پاکستان له ایران سره په سختو حالاتو کې د ګازو پایپ لاین معاهده کړې، نوازشریف غواړي دغه پروژه دوام وکړي، ځکه پاکستان د ګازو له سخت لږوالي سره مخامخ دی.

چین په دودیز ډول د پاکستان پلوي دی، خو په دا وروستیو کې یې اندېښنې ډېرې شوې دي او د توندلارۍ او طالبانو د مسالې اړوند یې د پاکستان پر رویه نیوکې هم کړې.

چین به غواړي نوازشریف د داسې یوه پلوي په بڼه وګوري، چې له پوځ سره په ګډه د سخت دریځو لپاره د زغم رویه له منځه یوسي.

چین ځګه اندېښمن دی، چې اوس هم د دغه هېواد د سنکیانګ ایالت اویغور مسلمانان توندلاري پاکستان کې له روزنې وروسته ستنېږي.

امریکا سره اړیکې

تر ټولو ستونزمې اړیکې ښايي له امریکا سره وي، ځکه د نورو پاکستاني سیاستوالو په څېر نوازشریف هم د ټاکنیز کمپاین پر مهال امریکا ضد احساسات څرګند کړل.

د نوازشریف ورور او پخواني ایالتي لومړي وزیر میا شهبازشریف خو د امریکايي پالیسیو او ډرون بریدونو ضد په پنجاب ایالت کې د یوایس ای ډي ټول پروګرامونه وځنډول.

د پاکستان پوځ هم د ډرون بریدونو په اړه له واشنګټن سره یو لړ ناندرۍ لري. خو نوازشریف ښه پوهیږي، چې له نړیوال مالي صندوق، نړیوال بانک او نورو نړیوالو مالي ادارو څخه د مرستو تر لاسه کولو لپاره د امریکا همکاري ته اړتیا لري.

او دی تر هغه مهاله داسې نه شي کولای، چې له هند او افغانستان سره د سولې پروسې لپاره د امریکا ملاتړ تر لاسه نه کړي.

د نوازشریف په ګډون ډېر سیاستوال په دې باور دي، چې د پاکستان پوځ د دغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ په لړ کې ډېرواک لري. ان د ټاکنو په ورځ دا پوځیان وو، چې د نیویارک ټایمز یو خبریال يې د داسې څه له کبله له هېواده وشاړه، چې موقت حکومت یې په اړه له سره خبر نه و.

ډیکلن واش له دې امله وشړل شو، چې په ظاهره یې پوځیان په تېره فبرورۍ میاشت کې د ډرون توغندویو په اړه د سي ای اې او ای ایس ای تر منځ د ناندریو په رپوټ خفه کړي وو.

په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو، بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون خوښو له لوري د رامنځ ته شویو بحرانونو او په کراچۍ کې د توکمیزو او هدفي وژنو په څېر کورنیو بحرانونو له منځه وړلو لپاره نوازشریف اړ دی، چې رښتینې پالیسي جوړه کړي.

د تېرو رژیمونو له لوري په پاکستان کې د بې ثباتۍ رامنځ ته کولو تورونه پر هند او یا افغانستان پورې کولو کومه ګټه نه ده کړې.

پاکستان دا مهال د ګاونډیانو ناخوښه او دیوازیتوب ښکار دی او د باور بیا راژوندي کول یې اسان کار نه دی.

ورته مطالب