پاکستان کې د ټاکنو پایلو ځنډېدو شکونه رامنځ ته کړي

Image caption د دغه هېواد په څلورو ایالتونو کې د ټاکنو کمېسیون سکرترانو ته ویل شوي، چې پاید ژر تر ژره دغه پایلې بشپړې کړې.

د پاکستان کراچۍ او ځینو نورو سیمو کې د درغلیو اړوند رپوټونو تر لاسه کولو وروسته د پاکستان ټاکنو کمېسیون د لوړ پوړ یوه غونډه په پلازمېنې اسلام اباد کې بللې ده، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون مشر فخرالدین جي ابراهیم يې مشري کوي.

بل لور ته د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ ته په کتو، د دغه هېواد په څلورو ایالتونو کې د ټاکنو کمېسیون سکرترانو ته ویلي، چې باید ژر تر ژره دغه پایلې بشپړې کړې او یاد کمېسیون ته يې ولېږي.

د ټاکنو کمېسیون مشر شیرافګن له لوري د ټاکنو کمېسیون ایالتي سکرترانو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویل شوي، چې په کمپیوټرایزډ سسټم کې د خرابي پیدا کېدو له امله دغه سسټم سم کار نه کوي، ځکه باید په دودیز ډول د فکس له لارې دغه پایلې ژر تر ژره واستول شي، چې ژر اعلان شي.

د پایلو د اعلان په لړ کې د ځنډ رامنځ کېدو د کاندیدانو او ولس په ذهنونو کې د درغلیو اړوند شکونه پیدا کړي دي.

د پاکستان په مرکز او ایالتونو کې د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته نژدې ۴۸ ساعته تېر شوي، خو د ټاکنو کمېسیون په غیر رسمي توګه تر اوسه د نژدې ۱۵۰ ملي او ایالتي حوزو د ټاکنو پایلې اعلان کړې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په کراچۍ او لاهور ښارونو کې او پاکستان مسلم لیګ ګوند په جیکب اباد ښارګوټي کې د درغلیو تورونه پورې کړي دي.

ورته مطالب