بريتانيا کې د متعه نکاح زياتېدونکې دودېدا

Image caption ساره د برمېنګم اوسېدونکې په اصل پاکستانۍ شيعه مسلمانه ده

متعه نکاح په اسلام کې د شيعه مذهب يو داسې دود دی چې له مخې يې يو سړی او يوه ښځه د ټاکلې مودې لپاره سره واده کوي.

په پخوانيو مودو کې دا ډول واده د دې لپاره کېده، چې د سوداګرو او پوځيانو په څېر د اوږده واټن مساپرو به د قانوني او شرعي مېرمنې لپاره لار هواروله. دا ډول واده ته (صيغه) هم ويل کېږي. خو پوښتنه دا ده چې ځوان بريتانوي مسلمانان ولې دغه دود خپلوي؟

د برمنګېم اوسېدونکې ساره وايي "له دې لارې له شريعت نه سرغړونې پرته يو له بل سره د يو ځای کېدو فرصت مومو. غوښتل مو د سودا لپاره ووځو، د خوړو لپاره ووځو او غوښتل مو يو بل له واده مخکې وپېژنو، له (متعې پرته) مو دا ټول نه شوی کولی."

ساره ۳۰ کلنه او اصلا د پاکستان شيعه مسلمانه ده.

سارې له خپل دوديز واده مخکې له خپل مېړه سره د ۶ مياشتو لپاره متعه نکاح کړې وه.

ساره وايي "دا په بنسټيز ډول يو تړون دی، سره کېني او خپل شرطونه پوره کوي، او د يوې داسې نجلۍ لپاره چې مخکې يې واده نه وي کړی، له هغې سره د متعې لپاره د نجلۍ له پلاره د اجازې اخيستل په کار دي."

ساره زياتوي "موده او زما د پلار شرطونه مو وټاکل او ما د ولور حق غوښتنه وکړه. دا ټول ډېره ساده وو، او ډېر وخت پرې ونه لګېد."

ساره له يو شمېر هغو بريتانوي مسلمانانو ده، چې له متعې په ګټه د خپلې مذهبي عقيدې او لوېديځ کې د ژوند بڼې ترمنځ د انډول موندنې هڅه کوي.

دا چې متعه نارسمي بڼه لري، نو بريتانيا کې د متعه ودونو په اړه شمېرې په لاس کې نه شته. خو يو شمېر شيعه عالمانو او د مسلمانو زده کوونکيو ټولنو بي بي سي ته ويلي چې د دغه ډول ودونو شمېر په زياتېدو دی.

د متعې نکاح په اړه توپيرونه

Image caption د بريتانيا اسلامي شريعت شورا ويانده خوله حسن چې يوه سنی مسلمانه ده، وايي متعه نکاح هېڅکله روا نه ده.

د مسلمانانو ترمنځ د متعه نکاح او واده په اړه ژور توپيرونه دي.

شيعه مسلمانان مني چې د دغه ډول واده اجازه مذهب ورکړې، په داسې حال کې چې سني مسلمانان بيا وايي دا ډول ودونه حرام دي.

د برډ فورډ پوهنتون د اهل البيت اسلامي ټولنې مشر عمر فاروق خان وايي په پوهنتونونو کې د متعه واده دود په پراخېدو دی.

دی وايي "څومره چې ډېرو زده کوونکيو ته د دې پته لګېږي، له شک پرته په کې زياتوالی هم راځي. زده کوونکي له پوهنې برخمن وي، نو ځکه د خپلو مسئلو حل په اسلامي لارو چارو راګوري."

عمر فاروق خان زياتوي "ډېری خلک اوس هم پر دې موضوع خبرې نه کوي، او دا يوه منعه شوې موضوع ګڼي".

د بريتانيا اسنلامي شريعت شورا ويانده خوله حسن چې يوه سنی مسلمانه ده، وايي متعه نکاح هېڅکله روا نه ده، او د دې په وينا د جسم خرڅولو سره برابره ده.

دا وايي "تر نن پورې مې په تاريخ کې د داسې سني عالم په اړه نه دي اورېدلي، چې ويلي يې وي متعه نکاح حلاله ده."

په متعه نکاح (صيغه) کې پر مودې او نورو شرطونو هوکړه کېږي.

د متعه نکاح والو د يو کس مور او پلار وايي په دې کې داسې شرطونه هم ايښودل کېږي چې د مېړه او ښځې ترمنځ دې هېڅ جسماني اړيکي نه کېږي.

د دې ډول نکاح موده له څو ساعتونو نيولې تر کلونو مودې پورې غځېږي.

Image caption سيد فاضل ملاني وايي "د اسلام پيغمبر زمانه کې د (متعه نکاح) کارول کېده، په تېره بيا کله به چې نارينه د جګړې يا کاروبار لپاره لرې سيمو ته تلل."

په لندن کې د الخويي مرکز سيد فاضل ملاني د بريتانيا مهم شيعه ملا ګڼل کېږي، چې په خپل يو کتاب (د کورنۍ اسلامي قانون) کې يې د متعه نکاح په اړه هم ليکلی دي.

دی وايي "د اسلام پيغمبر زمانه کې د (متعه نکاح) کارول کېده، په تېره بيا کله به چې نارينه د جګړې يا کاروبار لپاره لرې سيمو ته تلل."

"په اسلام کې (ګرل فرېنډ) يا (بوای فرېنډ) په څېر اړيکو ته اجازه نه شته، ځکه نو متعه نکاح له بشپړ واده مخکې دوی ته يو له بل سره د پېژندګلوۍ چاره برابروي."

سيد فاضل ملاني مني چې د دې مسئلې په اړه فرقه يي وېش او توپير راغلی دی. "عمر بن الخطاب په خپله ويلي متعه د پيغمبر (ص) په وخت کې شرعي وه، خو بيا يې بنديز پرې ولګاوه او که چا کولی جزا يې ورکوله."

"ځينې مسلمانان (دلته سنيان) يې پر ضد دي، ځکه دوی د هغې خبرې تفسير دليل نيسي چې دوهم خليفه کړې ده. شيعه ګان وايي موږ د قران پر خبره او د پيغمبر پر عمل درېږو."

که څه هم متعه نکاح شيعه مفهوم دی، د نارسمی ودونو نورې بڼې د سنيانو ترمنځ هم دود دي، چې له هغو نه مسيار او عرفي ودونه دي.

په مسيار واده کې دواړه جوړه د يوه ګډ جوجاړي له مخې سره بېل اوسېږي، په داسې حال کې چې عرفي واده د ناوې وليانو له ښکاره سلا او هوکړې پرته کېږي. خو په دغو دواړو کې د متعه نکاح په څېر دو وخت محدوديت نه شته.

ورته مطالب