سندرې ویل د ژبې د بندېدو مخه نیسي

Image caption د عصبي ناروغیو ډاکټرانو پر ځینو هغو ناروغانو څېړنې کړې، چې ژبې یې بندېږي، دوی پخپله څېړنه کې له اوسپنکښ غږیز انځور ګټه اخیستې ده.

په نړۍ کې ٪۱ کسان د ژبې د بندېدو یا تړتړي کېدو له ستونزې کړېږي او په واضح ډول خبرې نه شي کولای، چې لامل یې د کورنۍ میراثي عادت ګڼل شوی دی.

که څه هم پرې دې موضوع له ډېر وخت راهیسې بحثونه او څېړنې روانې دي، خو ځینې کسان هڅه کوي، چې د علاج لپاره یې له بېلابېلو لارو ګټه واخلي.

تړتړی سړی تر ډېره د خبرو په راغوټه کولو نه پوهېږي، او خپله خبره ترې ګډه وډه شي، چې د ډاکټرانو په وینا دا ستونزه تر ډېره د درېیو او شپږو کلنو ماشومانو په دوره کې ډېر لیدل کېږي.

ډاکټران وايي، هغه ماشومان چې په دې عمر کې د ژبې د بندېدو له ستونزې سره مخامخ وي، په لویېدو سره یې دا ستوزنه ٪۶۰ - ٪۸۰ پورې له منځه ځي.

خو هغه کسان چې دا ستونزه د ځوانۍ په دوره کې هم ورسره مل وي، د علاج لپاره یې نورې لارې لټول کېږي.

د تړتړي کېدو ستونزه د ښځو په پرتله په نارینه وو کې ٪۸۰ ډېره وي.

د عصبي ناروغیو ډاکټرانو پر ځینو هغو ناروغانو څېړنې کړې، چې ژبې یې بندېږي، دوی پخپله څېړنه کې له اوسپنکښ غږیز انځور ګټه اخیستې ده.

د جرمني په ګونتنګن پوهنتون د عصبي ناروغیو متخصص ډاکټر مارټن زومر وايي، وړاندې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې شوې، خو پایله یې دا راختلې ده، چې د ناروغ د دماغ په کیڼه برخه کې ستونزه ده، ځکه چې په وینا یې دا ځای د خبرو کولو مسؤولیت لري، او پر هغو شاوخوا نورو غړی اغېز کوي، چې ترې چارچاپېر راتاو دي.

شاید د تړتړي کېدو نور عصبي او نفسي اسباب هم وي، نفسي فشار هم یو ستر لامل کېدای شي، ژنونه هم رول لوبولی شي، خو د تازه څېړنې د پایلو له مخې هغه کسان چې ژبې یې بندېږي، ٪۷۵ احتمال شته، چې د کورنۍ میراثي ستونزه یې وي.

ډاکټر راینز نونینبیرګ وايي، چې بابا او پلار یې هم دا ستونزه لرله، چې زوی ته له پلاره په میراث پاتې شوې وه.

دی وايي چې د ۱۸ کلن زوی ژبه یې هم بندېږي، خو خپله ډاکټر راینر هم چې کله خبرې کوي، د ځینو تورو په لټه کې درنګ وباسي او ځینې وخت ځینې غږونه تکراروي او ان څو ثانیې بې خبرو پاتې شي.

دغه ۷۰ کلن سړی وايي، چې کله ښې تیزې خبرې کوي، خو ځینې وخت یې ژبه بنده شي.

ان لویان هم

Image caption ځینو ډاکټرانو ویلي، چې سندرې زمزمه کول د ژبې د بندېدو د ستونزې په هواري کې مرسته کولای شي

خو نونینبیرګ نه یوازې له دې ستونزې رنځېدونکی کس دی، ګڼو نړیوالو مشهورو کسانو هم دا ستونزه لرله، لکه برتانوی لیکوال جورج برنارډ شو، نیوتن، اداکار بروس ویلیس، او یونانی فیلسوف ارسطو.

نونینبیرګ هره اونۍ په منظم ډول په کولونیا ښار کې د هغو کسانو غونډې ته ورځي، چې ژبې یې بندېږي او مرستې ته اړتیا لري.

ځینو ډاکټرانو ویلي، چې سندرې زمزمه کول د ژبې د بندېدو د ستونزې په هواري کې مرسته کولای شي؛ ځکه چې په وینا یې د دماغ ښۍ برخه له سندرې ویلو ډېره اغېزمنېږي، خو کيڼه برخه بیا د تورو د جوړښت دنده لري.

همدا لامل دی، چې د تړتړي خبرې کوونکو ناروغانو په ژبه سندرې ویل یا زمزله کول هېڅ ستونزه نه لري، مانا دا چې دوی د عادي خبرو په پرتله سندرې په ډېر روان ډول او د ژبې له بندېدو پرته ویلای شي.

ورته مطالب