برما کې د روهینګا مسلمانانو کښتۍ ډوبه شوې

Image caption دغه کښتۍ کې تر ۲۰۰ پورې هغه کسان ناست وو، چې د یوه راتلونکی توپان (مهاسین) له راتګه مخکې خوندې سیمو ته لېږدول کېدل.

هغه کښتۍ، چې د برما ۲۰۰ روهینګا مسلمانان په کې ناست وو، د برما لویدیځ ساحل ته نژدې ډوبه شوې ده.

دغې کښتۍ بې ځایه شوي خلک له یو زورور توپانه مخکې خوندې سیمې ته لېږدول.

د خیریه موسسو فعالان وايي د برما لویدیځ ساحل ته څېرمه هغه کښتۍ ډوبه شوې، چې د برما روهینګا مسلمانان په کې ناست وو.

دغه کښتۍ کې تر ۲۰۰ پورې هغه کسان ناست وو، چې د یوه راتلونکی توپان (مهاسین) له راتګه مخکې خوندې سیمو ته لېږدول کېدل. ویل کېږي، چې دغه توپان به د اونۍ په وروستیو کې سیمې ته ورسېږي.

دغه کښتۍ د دوشنبې په ورځ ناوخته د راخین ایالت پوکتو ښار ګوټې ته څېرمه ډوبه شوه او ویل کېږي، چې نامعلوم شمېر سپرلۍ یې بې درکه دي.

د تشد د له هغو پېښو وروسته چې پروسږ کال په راخین ایالت کې رامنځ ته شوې، لسګونه زره روهینګا مسلمانان د دغه ایالت په موقتي کمپونو کې اوسي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، ډېرې هغه سیمې چې اوسمهال په کې بې ځایه شوي خلک اوسي، له ساحله ټیټې دي، چې سیلابونو او لوړې سمندري څپې یې ځپلای شي او باید سم لاسي ور نه دغه خلک نورو ځایونو ته ولېږدول شي.

د خیریه موسسو کارکوونکي وايي درې کښتۍ، چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کسان په کې ناست وو، د دوشنبې په شپه له ستونزې سره مخامخ شوې.

لږ تر لږه یوه کښتۍ، چې نورې دوې کوچنۍ کښتۍ پورې تړل شوې وې، ډوبه شوه، چې له کبله یې تر اوسه پورې سلګونه کسان اوس هم بې درکه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې مشرې باربرا منزې بي بي سي ته وویل، چې د ژغورنې او لټون چارې پیل شوې دي.

د هغې په وینا داسې ښکاري، چې دغې کښتۍ له ډوبېدو مخکې د چارواکو په اجازه سفر پیل کړی و.

ځايي چارواکو له هغه وروسته له دغې سیمې د خلکو لېږدول پیل کړل، چې روانه اونۍ خبرداری ورکړل شو، چې توپان به د پنجشنبې په ورځ ګاونډي بنګله دېش ته ورسېږي، چې لویدیځې برما ته به له ځانه سره سیلاب او ګڼ بارانونه راوړي.

دغه کسان د ۲۰۱۲ کال په جون - اکتوبر کې د روهینګا مسلمانانو او بودایانو تر منځ له خونړیو نښتو وروسته له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

ورته مطالب