وسله پریمانه ده، خو جرمونه په نشت حساب دي

Image caption د ایسلنډ خلک پریمانه ټوپک لري، خو په دې سربېره هم لیدل شوي، چې دلته د جرمونو پر مهال له وسلې کار نه اخیستل کېږي.

په اروپايي هېواد ایسلنډ کې پریمانه وسله شته، خو په دغه هېواد کې د جرمونو کچه د نړۍ تر بل هر هېواد ټيټه ده. د قانون یوه امریکايي محصل انډریو کلارک د دې خبرې جاج اخیستی، چې داسې څنګه او ولې ده؟

هغه وايي زه د امریکا په نیوانګلنډ کې زېږېدلی یم، د ایسلنډ د واورینو بادونو یو عجیبه تصور مې ذهن کې و. د داسې بادونو تصور مې ذهن ته راته، چې کنګلونکی وي او له واورو نه د چړو په څېر د کنګل تېرې ټوتې جوړوي.

کله چې مې خپل بیک د ریک یاوک په کنګل لارو ځان پسې راکاږه، نو د پاخه عمر یوه سړي راته ګاډی ودراوه او راته یې وویل، چې که ګاډي کې ورسره کښېنم. زما لپاره دا حیرانونکې وه، فکر مې وکړ، زه ولې د یوه ناپېژاند سړي په ګاډي کې کښېنم؟

خو تر اوسه چې راته د ناپېژاندو کسانو سره ګاډي کې د کښېناستو په باب څومره نصیحت شوی و، ټول مې هېر کړ او له سپین ږیري سره ګاډي کې کښېناستم، ځکه زه پوهېدم، داسې هېڅ څه به راسره نه کېږي، چې نامناسب وي.

د تخصص مقالې سرلیک

زه د یوې اونۍ لپاره ځکه دغه هېواد ته راغلی وم، چې وګوروم، ولې دغه هېواد کې جرمونه په نشت حساب دي. د شپږو میاشتو په موده کې دغه هېواد ته دا زما دویم سفر و. ریک یاوک ته د ۲۰۱۲ په اګست کې له سفره مخکې، د قانون پوهنځي کې زما د تخصص مقالې لپاره سرلیک ټاکل شوی و ( سایبر جګړې او جینیوا کنوانسیون)

خو په ایسلنډ کې له یوې اونۍ تېرولو وروسته زما فکر کې بدلون راغی او د هغو شیانو په لیدو خوشحال او حیران شوم، چې زما لپاره نوي وو.

د خونړیو جرمونو خو نوم او نښان هم دلته نه وو. خلکو د ځان د خوندیتوب په باب چندان اندېښنه نه کوله، ان خپل ډېر کوچني ماشومان یې په خورا بې پروایۍ بهر پرېښول.

ما د ناروې، ډنمارک او سوېډن په څېر هېوادونه لیدلي، چې د دغه هېواد پرتله په کې د جرمنو کچه لوړه ده.

Image caption د ګن پالیسي ډاټ کام سازمان د اټکل له مخې، د ایسلنډ د ټولټال ۳۰۰ زره وګړي نژدې ۹۰ زره ټوپک لري.

دې هر څه مې ذهن بدل کړ او امریکا ته له ستنېدو سره سم مې د خپلې مقالې د سرلیک بدلولو پرېکړه وکړه.

ما غوښتل وپوهېږم ایسلنډ داسې کوم اقدامات کړي، چې له کبله یې دغه هېواد کې جرمونه لږ شوي. رښتیا خو دادي، چې د دې پوښتنې لپاره ټاکلی ځواب موندل ګران کار دی، ځکه ایسلنډ کې د جرم کچه د ټولې نړۍ پرتله ټیټه ده.

د ملګرو ملتو د جرمونو او نشه يي موادو دفتر د ۲۰۱۱ کال لپاره په نړۍ کې د وژنو شمېرې خپرې کړې، چې له مخې یې له ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۹ پورې د دغه هېواد یولک نفوس کې د وژنو شمېر یو کال هم له اعشاریه اته نه دی زیات شوی.

له پروفیسرانو، قانون پوهانو،چارواکو، ژورنالیستانو او ولس سره له لیدو وروسته مې یو جدول چمتو کړ، خو زه منم، چې دامعلومول ناممکن دي، چې کوم عنصر څومره اغېزمن دی.

تر ټولو لومړی او یقیناً تر ټولو مهم دادی، چې ایسلنډ کې د شتمن، متوسط او بیوزله کسانو تر منځ هېڅ تبعیض نه شته.

له دې امله د ټولنې د مختلفو قشرونو تر منځ هغه تاوتریخوالی نه شته، چې د نړۍ په نژدې هر بل هېواد کې شته.

د ایسلنډ د طبقاتي تبعیض په باب د میزوري پوهنتون د ماسټر یوه محصل د څېړنې په لړ کې یو اعشاریه یو سلنه کسانو ځان د شتمنو یا اشرافو د قشر اړوند وباله، یو اعشاریه پنځه سلنه کسانو ځان بیوزله او غریب وباله.

خو ۹۷ سلنه کسانو ځان د متوسط قشر اړوند وباله.

د ایسلنډ پارلمان ( التهنګ ) ته د ورتګ پر مهال مې بیورګون سګوردھسن سره ولیدل، چې د سوشل دیموکرات اییتلاف د پارلماني ډلې پخوانی مشر و، د هغه په خیال او د هغو ټولو کسانو په خیال، چې ایسلنډ کې ما ولیدل، مساوات(برابري) دغه هېواد کې د جرمونو د لږوالي تر ټولو لوی سبب دی.

سګوردھسن وايي، چې ایسلنډ کې به د شتمنو اشرافو اولادونه هم په داسې حال کې ووینې، چې د نورو ماشومانو غوندې ښوونځي ته ځي او دا چې د هېواد د ټولنیزې ودې ادارې او د نصاب کتابونه هم د مساواتو د عقیدې پرچار کوي.

د ایسلنډ خلک پریمانه ټوپک لري، خو په دې سربېره هم لیدل شوي، چې دلته د جرمونو پر مهال له وسلې کار نه اخیستل کېږي.

د ګن پالیسي ډاټ کام سازمان د اټکل له مخې، د ایسلنډ ټولټال ۳۰۰ زره وګړي نژدې ۹۰ زره ټوپک لري. دغه هېواد کې د ټوپک تر لاسه کول اسان کار نه دی، خو دا مهال د ټوپکو درلودونکو له حسابه نړۍ کې ۱۵ مقام لري.

د ټوپک ساتلو لپاره د جواز اخیستو پر مهال د دغه هېواد خلک د لیکلې ازموینې او طبي معاینې له پړاوونو تېریږي.

د دغه هېواد پولیس هم وسله نه ګرځوي او هغه پولیسان چې د وسلې ګرځولو جواز لري د یوه ځانګړي پوځي ځواک ’وای کنګ سکواډ‘ غړي دي. دغه کسان کله نا کله د فعالیت لپاره غوښتل کېږي.

نشه يي مواد

Image caption ایسلنډ کې خلک د ځان د خوندیتوب په باب ډېره اندېښنه نه کوي. انډریو کلارک

ایسلنډ کې ډېر لږ نشه یی مواد شته. د نشې په اړه د ملګرو ملتونو په هغه رپوټ کې چې د ۲۰۱۲ کال لپاره خپور شو ویل شوي، د ایسلنډ له ۱۵ کلنو تر ۶۰ پورې اعشاریه نهه سلنه کسان د کوکاین نشه کوي ایکسټیسي اعشاریه پنځه سلنه او ایمفیټاماینز اعشاریه اووه سلنه کسان کاروي.

ایسلنډ کې یو دود دادی، چې د جرم له پېښېدو مخکې یې مخه نیوله کېږي او ستونزې په لومړي سر کې حل کېږي.

نن سبا پولیس د مجرمانو د ډلو پر ضد فعالیتونه کوي او د دغه هېواد پارلمان د داسې قوانینو په اړه غور کوي، چې د دغو ډلو له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

۱۹۷۳ کې نشه يي مواد دغه هېواد کې یوه لویه ستونزه وه، خو پارلمان یې د حل لپاره د پولیسو یو ځانګړی ځواک او خاص محکمه جوړ کړل. د دغې محکمې په لومړیو ۱۰ کلونو کې په ۹۰ سلنه قضیو کې مجرمان یوازې جریمه شول.

د ایسلنډ ټولنه کې یو مهم فکري او حقیقي امتزاج لیدل کېږي، چې نور هېوادونه باید ورته پام وکړي او په همدې کې د نورو هېوادونو لپاره د جرم له منځه وړلو په لړ کې د زده کړې لپاره ډېر څه شته.

او هغه ورځ چې زه د سپین ږیري په ګاډي کې کښېناستم، نو مسکی شو او پوښتنه یې رانه وکړه، چې په بیک پورته کولو کې خو به مرستې ته اړتیا نه لرم. هغه سپین ږیری مې نه پېژاند، خو د هغه په ګاډي کې مې ځان خوندي محسوس کړ.

ورته مطالب