کشمیر: چینايی د قرانکریم د سپکاوي په تور نیول شوی

Image caption پاکستان کې د ۲۰۱۱ کال د توهین رسالت قانون ضد څرګندونو له امله دوه سیاستوال هم وژل شوي دي.

د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیر کې چارواکي وايي هغه چینايي سړی یې نیولی، چې د ادعا له مخې قرانکریم ته یې سپکاوی کړی.

د دغه چینايي نوم یوازې لي یاد شوی او ویل کېږي، چې کشمېر کې د یوه بند په جوړولو بوخت کنسورشیم سره په دنده بوخت و.

پولیس چارواکو بي بي سي ته ویلي دغه سړی په احتیاطي توګه نیول شوی، ځکه د دوی په وینا داسې وېره وه، چې پاریدلي ځايي خلک به یې ووژني.

د کشمیر پولیسو مشر د دې قضیې د څېړنې لپاره د چارواکو، سیاستوالو، ځايي دیني علماوو او ژورنالیستانو یوه ګډه کمیټۍ جوړه کړي.

پولیسو تر اوسه د دې قضیې په اړه رپوټ نه دی ثبت کړی او وايي د یادې کمیټۍ د رپوټ انتظار کوي.

سیمه کې د بي بي سي ذولفقارعلي وايي، دا لومړی ځل دی، چې پاکستان کې پر یوه بهرني وګړي قرانکریم ته د سپکاوي تور پورې شوی.

د کشمیر مظفر اباد ښار کې یوه ځايي چارواکي وویل، چې دغه تور د تورن کس او یوه ځايي ډاکټر تر منځ شخړې سره تړاو لري.

د مظفر اباد اداري مشر انصر یعقوب وايي، تېره اونۍ تورن چینايي سجاد نومي ډاکټر ته وویل، چې د مزدوارنو یوې کوټې ته د اوسېدو لپاره لاړ شي، خو ډاکټر سجاد انکار وکړ او چینايي وګړي لي د هغه په نه شتون کې د ځايي خلکو په مرسته د هغه شیان له کوټې بهر وغورځول.

له هغه وروسته ډاکټر سجاد خلکو ته وویل، چې د ده له نورو شیانو سره قرانکریم او نور مذهبي کتابونه هم بهر غورځول شوي دي.

نه خو لي او نه هم ډاکټر سجاد دا تایید کړې. د پولیسو په وینا هغه ځای کې موجود مزدوران له دې امله غوسه شول او وروسته د شاوخوا سیمې سلګونه خلک هم ورسره یوځای شول.

د یوه عیني شاهد په وینا پارېدلو کسانو ودانۍ او هلته ولاړ ګاډي په ډبرو وویشتل. پاکستان کې ۲۰۱۱ کال د توهین رسالت قانون ضد څرګندونو له امله دوه سیاستوال وژل شوي دي.

ورته مطالب