سعودۍ مېرمن د نړۍ لوړې غر څوکې ته وختله

Image caption له پوهنتون څخه فارغه شوې آغلې محریک اصلاً د جدې ده خو اوس په دوبۍ کې اوسیږي.

د سعودي عربستان یوې ښځې د نړۍ تر ټولو لوړې غر څوکې ته په ختلو تاریخ جوړ کړ.

۲۵ کلنه راحا محریک د سعودی عربستان نه یوازې لومړنۍ ښځه ده چې مونټ ایوریسټ ته وختله، بلکې تر ټولو کم عمره عربه ښځه هم ده چې دغه غر ته ختلې ده.

په هغې څلور کسیزې ډلې کې چې مونټ ایوریسټ ته ختلې ده له دې پرته یو قطری سړی او یو فلسطینيی هم شامل دي چې هغوی هم په لومړي ځل مونټ ایوریسټ ته ختلي دي.

دوی هڅه کوي چې نیپال کې د تعلیمي پروژو لپاره یو میلیون ډالر برابر کړي.

له پوهنتون څخه فارغه شوې آغلې محریک اصلاً د جدې ده خو اوس په دوبۍ کې اوسیږي.

د دوی ډلې ویلې د دې لپاره چې اغلې محریک مونټ ایوریسټ ته وخیژي هغه له ډېرو محدویتونو واوښته، ځکه چې په سعودي عربستان کې چې یو محافظه کار هېواد دی د ښځو پر حقونو ډېر محدویتونه دي.

د دوی په وینا اغلې محریک هم له دغه ډول محدیتونو سره مخامخ وه.

د ایکسپیډیشن په نامه ویب پاڼه وايي د هغې د کورنې راضي کول چې هغې ته اجازه ورکړي چې مونټ ایوریسټ ته وخیژي په خپله د همدې غره په څېر یوه لویه ننګونه وه. خو اوس د هغې کورنۍ په بشپړه توګه د هغې ملاتړ کوي.

په خپله آغلې محریک وايي مونټ ایفریست ته په لومړي ځل ختل ورته معانا نه لري، بلکې دا ورته مهم دي چې د هغې ختل یو بل کس هم وهڅوي.

ورته مطالب