پاکستان: د تحریک انصاف ګوند یوه مشره وژل شوې

Image caption د زهره شاهد عمر له ۶۰ کلونو زیات و او هغه د تحریک انصاف د مېرمنو څانګې مشره وه.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نامعلومو کسانو د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د مېرمنو څانګې یوه مشره زهره شاهد حسین په ډزو ووژله.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د متحده قومي غورځنګ ( ایم کیو ایم ) مشر الطاف حسین د دغې وژنې مسوول بللی، خو ایم کیو ایم د هغه دغه ادعا رد کړې ده.

مېرمن حسین تېره شپه د کراچۍ په ډیفینس سوسایټي سیمه کې ووژله شوه.

د تحریک انصاف سیمه ییز ویاند دواخان وايي پر مېرمن زهره حسین د هغې د کور مخې ته برید وشو. د نوموړي په خبره د هغې جسد ځايي دولتي روغتون ته لېږدول شوی.

دغه برید د کراچۍ ښار په یوه ټاکنیزه حوزه کې د ټاکنو د بیا کېدو څخه څو ساعته وړاندې کېږي.

په دې حوزه کې وروسته له هغه د بیا ټاکنو لپاره سخته سیالي روانه ده چې د تېرې اونۍ په ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې شول.

متحده قومي قورځنګ دې حوزه کې له ټاکنو سره پرېکړون اعلان کړی.

خبریالان وايي په کراچۍ کې وضعیت ښه نه دی او تاو تریخوالی مخ په زیاتېدو دی.

د دواخان په خبره برید ګر پر موټر سایکل راغلل او پر نوموړې له بریده وروسته له سیمې په تېښته بریالي شول.

ویل کېږي، د زهره شاهد عمر له ۶۰ کلونو زیات و او هغه د تحریک انصاف د مېرمنو څانګې مشره وه.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پوليسو د سرچينو له خولې ويلي چې ډزې د شوکې په يوې هڅې کې شوي.

خو د بي بي سي خبريال بيا وايي، دا چې مېرمن حسين دوه ځله په سر په ډزو لگېدلې، نو له دې سره دا شکونه ډېرېږي چې گواکې دا دې يوه هدفي وژنه وي او وژونکو غوښتل چې ظاهراً" د شوکې يوه هڅه وبرېښي."

بل لوري ته د تحريک انصاف د گوند يوۀ ځايي مشر ويلي چې مېرمن حسين داسې وانگيرل چې وسله وال غواړي د نوموړې لاس بکسه وتښتوي نو ځکه يې هغوى ته وسپاره خو سره له هغه يې ووژله.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د آغلې حسين وژنه غندلې او هغه يې يوه غمجنه پېښه بللې.

ورته مطالب