ایټالیا کې د اییتلافي حکومت پالیسي ضد لاریون

Image caption د دې لاریون چارې د اوسپنې تولید کارکونکو اتحادیو پر مخ بیولې.

د ایټالیا په روم ښار کې د سوداګرو اتحادیو په غوښتنه لسګونه زره کسانو د اییتلافي حکومت د پالیسیو ضد احتجاجي لاریون کړی.

د لاریون کوونکو لاسونو کې سره بنرونه وو او دوی له لومړي وزیر انریکا لیټا غوښتل، چې د سپما اقدامات پرېږدي او د روزګار موندلو لپاره اقدامات وکړي.

د دې لاریون چارې د اوسپنې تولید کارکونکو اتحادیو پر مخ بیولې.

د ایف او ای ایم نومي اتحادیې مشر موریزیو لاندیني وویل:

"موږ له حکومته غواړو، چې د ماریو مونټي او سیلیویو برلسکوني سیاست بدل کړي، که دوی بدلون راوستل نه غواړي، چې خلکو یې د رایو په وسیله غوښتنه کړې، نو بیا موږ چېرې لاړ شو."

یوه احتجاج کوونکي سړي انزو برنارډس رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

حکومت به بالاخره زموږ غږ اوري، ځکه د ده په خبره زموږ د صبر کاسه په نسکورېدو ده. بل لور ته په ولسي سروې ګانو کې ویل شوي، چې پر حکومت د خلکو باور په کمېدو دی.

ایټالیا له داسې اقتصادي بحران سره مخامخ ده، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي. د دغه هېواد ملي پور د کلنيو محصولاتو ۱۲۷ سلنه دی، چې یورو زون کې له یونان وروسته تر ټولو ډېر دی.

لومړي وزیر انریکا لیټا له ټاکنو مخکې د وزګارۍ له منځه وړلو لپاره د اقداماتو کولو ژمنه کړې وه، خو ناقدین د جایدادونو مالیو په اړه د هغه له اصلاحاتو خوښ نه دي. دغه هېواد کې له ۲۵ کلنۍ د کم عمره وزګارو کسانو شمېر د ۱۱ اعشاریه پنځه او ۳۸ سلنې تر منځ دی.

ورته مطالب