د سوريې قصير پر شاوخوا د سختو نښتو خبر ورکړل شوی

Image caption له څو اونيو راهيسې القصير او ور څېرمه کلي يې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دي.

د سوريې په کړکېچ کې دواړه خواوې د لوېديځ ښار- قصير پر شاوخوا د سختو نښتو خبر ورکوي.

دغه ښار له څو اوونيو راهيسې حکومتي ضد ياغيانو کلابند کړى و.

حکومت وايي د ياغيانو د ټولېدو مرکزونه يې تر بريدونو لاندې راوستي او د هغوى د قوماندې مرکزونه يې ويجاړ کړي دي.

مخالفين هم وايي چې د رژيم ځواکونو له سپېده داغ راهيسې درنه بمباري پيل کړې ده.

د سوريې د مخالفه فعالانو له لوري انټرنېټ ته لېږل شوې يوه ويډيو چې په خپلواکه توګه يې پخلى نه شي کېداى دآلقصير په ښار کې د درنو بمباريو څرګندونه کوي.

بمباريو په دې زور اخيستی، چې حکومتي ځواکونه د ښار بېرته نيولو ته چمتو کېږي.

د سوريې حکومتي ټلوېزيون وايي، حکومتي ځواکونو له څو اړخونو ښار کلابند کړى او د ښار په جنوبي څنډو کې د ياغيانو پر مورچو او د هغوى د قوماندې پر مرکزونو بريدونه کوي.

له څو اونيو راهيسې القصير او ور څېرمه کلي يې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دي.

دا يو برخليک ټاکونکې ستراتيژيکه سيمه ده، ځکه که د حکومت په لاس کې وي نو ورسره به حکومتي ځواکونه وکولى شي چې د پلازمېنې او سمندري څنډو ترمنځ پر غځېدلو لارو کنټرول ولري، او که د ياغيانو په لاس کې وي نو هغوى کولى شي له ګاونډي لبنان څخه په آزداه توګه تګ راتګ وکړي.

د رپوټونو تر مخه په داسې حال کې چې د حزب الله ډلې جنګيالي د حکومت په ملاتړ جګړو کې ښکېل دي.

همدارنګه ويل کېږي چې سلګونه سني لبناني اورپکي بيا له ياغيانو سره يو ځاى شوي دي او د حکومتي ځواکونو سره جنګېږي.

په همدې حال کې ولسمشر بشرالاسد ويلي د ده په وينا د ترهګرو په وړاندې به روانه مبارزه همداسې روانه وي.

له هغه راهيسې چې روسيې او امريکا د سوريې د لانجې د هوارولو لپاره د سولې د يوې نړيوالې غونډې د جوړولو لپاره هڅه کوي، ښاغلي اسد له ېوې ارجنټاينۍ ورځپاڼې سره په خپلې لومړۍ مرکه کې په داسې حال کې چې دتاوتريخوالي د درولو لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ وکړ، خو ټينګار يې وکړ چې کانفرانس د ده په ټکو بايد ترهګرو ته د وسلو او پيسو د راتګ پر مخنيوى زور واچوي.

دی وايي تر هغه پورې چې ترهګرۍ دوام کوي سوله ييزه حل لاره نه شى بريالې کېداى.

په دې اړه چې آيا دى لکه څنګه چې اپوزيسيون يې غوښتنه کوي له خپلې دندې به لاس په سر شي.

ښاغلي اسد وويل د توفان پر مهال د بيړۍ قوماندان هېڅکله هم بېړۍ نه پرېږدي او داچې دراتلونکي کال ولسمشريزې ټاکنې به يې راتلونکى سياسي برخليک جوت کړي.

ورته مطالب