ولسمشر اوباما د برما مشر کوربه کېږي

Image caption دا به له ۱۹۶۶ کال راهيسې امريکا ته د يوه برمايي مشر لومړی رسمي سفر وي.

ټاکل شوې د امريکا ولسمشر باراک اوباما په واشنګټن کې د برما له ولسمشر تېن سېن سره وګوري. دا به له ۱۹۶۶ کال راهيسې امريکا ته د يوه برمايي مشر لومړی رسمي سفر وي.

امریکا وايي دغه سفر څرګندوي چې دوی له هغو حکومتونو سره مرستې ته ژمن دي چې "د اصلاحاتو منلو په برخه کې مهمې پرېکړې کوي."

امريکا په برما کې، چې پخوا پرې پوځ واکمني کوله، د مخالفانو خوشي کولو او سانسور نرمولو چارو په ګډون د تېرې نژدې مودې بدلونونو ستاينه کړې ده.

خو ځینو فعالانو د اصلاحاتو د دوام او برما کې د ديني تاوتریخوالي په اړه اندېښنې په ډاګه کړې دي.

د بي بي سي د سویلي اسیا چارو خبریال جنتن هیډ وايي سپینې ماڼۍ ته د برما ولسمشر تېن سېن سفر د برما له اوسني حکومت سره د اړیکو ټینګښت په هکله د ولسمشر اوباما ژمنتیا څرګندوي.

خو د ولسمشر اوباما پر همدې ژمنتیا د بشري حقونو ډلې نیوکې کوي چې په نرمښت کې ډېره بيړه کوي.

د امریکا حکومت بيا باور کوي د برما ولسمشر باید وهڅول شي چې د اصلاحاتو لړۍ روانه وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د برما حکومت له وړاندې سیاسي مخالفان خوشي کړي، سانسور یې کم کړی او ډېر بندیزونه یې له منځه وړي دي.

برما دغه اصلاحات وروسته له هغه پیل کړل چې په ۲۰۱۱ کال کې يې په نامه ملکي حکومت جوړ کړ او ۵۰ کلنې پوځي واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.

د انګ سان سو چي په مشرۍ مخالف لوری وروسته له هغه چې د ۲۰۱۲ کال اپرېل ټاکنو کې يې پراخ بری وموند، په پارلمان کې کمرنګی شته والی لري. دغه ټاکنې تر ډېره ازادې او عادلانه بلل شوې وې.

نړيوالو ډلو په تېرو څو مياشتو کې د ديني تاوتريخوالي په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې دي.

تېره مياشت په مرکزي برما کې د مسلمانانو ضد ګډوډۍ پېښو کې لږترلږه ۴۰ کسان ووژل شول. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۲ کال کې په رکاين ايالت کې د مسلمانانو او بودايانو ترمنځ د ناراميو پراخو پېښو کې نژدې ۲۰۰ کسان ووژل شول، او زرګونه روهينګا مسلمانان له خپلو مېنو بې ځایه شول.

د برمان لپاره د امريکا مباررزاتي ټولنې غړې جنيفر کوېګلي وويل "ولسمشر اوباما داسې پيغام استوي چې په برما کې د توکميزو او دينی لږکيو پر وړاندې د دولتي ځواکونو له خوا د بشريت ضد جرمونه به د ده حکومت له لوري له پامه غورځول کېږي."

ورته مطالب