رفسنجاني او مشايي د ايران ټولټاکنو له سيالۍ ايستل شوي

رفسنجاني - مشايي
Image caption ښاغلی رفسنجانی يو داسې نوماند ګڼل کېده، چې کېدی شي د اصلاح غوښتونکيو ملاتړ وګټي او اسفنديار رحيم مشايي د تلونکي ولسمشر محمود احمدي نژاد نژدې ملګری دی

په ايران کې دوې مخورې څېرې د راتلونکي جون ولسمشريزو ټاکنو له سيالۍ ايستل شوي دي.

د ايران دولتي ټلوزيون ويلي پخوانی ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني او اسفنديار رحيم مشايي چې د تلونکي ولسمشر محمود احمدي نژاد نژدې ملګری دی، د ساتونکې شورا له لوري له سيالۍ ايستل شوي دي.

د راپورنو له مخې د ۶۸۶ کسانو له منځه چې د ممکنو نوماندانو په توګه يې نومليکنه کړې وه، يوازې ۸ تنو ته يې سيالۍ کې د درېدو لار هوراه شوې ده.

ساتونکې شورا د ايران مذهبي مشر، ايات الله علي خامنه يي، ته وفاداره ده.

په هغو اتو تنو کې چې د مذهب پوهانو او قانون پوهانو ۱۲ کسيزې شورا له لوري منل شوي د ايران اتومي چارو جګپوړی مرکچي سعيد جليلي، د بهرنيو چارو پخوانی وزير علي اکبر ولايتي د تهران ښاروال محمد باقر قاليباف هم شامل دي.

ښاغلی رفسنجانی چې د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۷ کلنو ترمنځ ولسمشر و، يو داسې نوماند ګڼل کېده، چې کېدی شي د اصلاح پلوه او منځنيو سياستوالو ملاتړ وګټي.

تېرو ټولټاکنو کې د اصلاح غوښتونکيو دوه مشران لا تر اوسه په کور نظر بند دي.

مخکې د ساتونکې شورا وياند عباس علي کدخدايي دې ته اشاره کړې وه، چې شورا به يې دغه ۷۸ کلن سياستوال د سيالۍ وړ ونه بولي، ځکه چې په وينا يې دی به د ولسمشرۍ غوښتنو ته ځواب ونه شي ويلی.

ده د العالم عربي ژبې ايراني ټلوزيون ته وويل "يو کس چې غواړي يوه جګپوړې اداري دنده پر غاړه واخلي، خو د ورځې يوازې څو ساعته کار کولی شي، نه شي منل کېدی."

مشايي بيا يو داسې کس ګڼل کېږي چې د ولسمشر محمود احمدي نژاد له ملاتړ برخمن دی.

ښاغلی احمدی نژاد د راتلونکي جون پر ۱۴ مه د بيا ټاکل کېدو هڅه نه شي کولی، ځکه چې دوه پرله پسې دورې ولسمشري يې کړې ده.

ښاغلی مشايي چې په خپلو ناندره ييزو مذهبي نظرونو پېژندل شوی، د توندلارو ملايانو له لوري د "بې لارې بهير" په توګه غندل شوی ، چې د ايران اسلامي نظام ته زيان رسوي.

د بي بي سي ايران خبريال جېمز رېنولډز وايي اوس روښانه شوې چې ايات الله خامنه يي، نه غوښتل له دوی دواړو يې يو هم يو داسې ډول ټاکنې له بهيره کږې کړي چې دی يې غواړي وفاداره محافظه کارانو ته ځانګړې کړي.

د ۲۰۰۹ کال جون ولسمشريزو ټولټاکنو وروسته مليونونه ايرانيان سړکونو ته ووتل او د بيا رايې ورکونې غوښتنه يې کوله.

هغه مهال د ايران لوړ مذهبي مشر د دريو ماتو شويو کانديدانو له لوري د پراخو درغليو ادعاوې رد کړې.

د دوی دوه يې پخوانی لومړی وزير مير حسين موسوي او جګپوړی ملا مهدي کروبي د زرغون غورځنګ په نامه د ايران په کچه پراخ مخالف لوري مشران شول.

دوی دواړه د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې هغه مهال په کور نظر بند شول چې غوښتل يې د حکومت ضد هغو پاڅونونو په ملاتړ احتجاج وکړي، چې عربي نړۍ کې خپاره وو. دوی لا تر اوسه په کور نظر بند دي.

ورته مطالب