لندن کې د يوه کس وژنې د ترهګرۍ شکونه راپورته کړي

Image caption دغه کس ويلي"پر لوی الله قسم ستاسې سره به جګړه نه دروو."

بريتانوی حکومت د لندن پر يو سړک د يوه سړي وژنې سره د يوه ترهګر بريد په توګه چلن کوي.

عينی شاهدان وايي وژل شوی کس چې فکر کېږي يو سرتېری وي، د دوو کسانو له لوري د ساتول په ګډون وسلو سره وژل شوی دی.

دوی يې بيا مړی د لندن جنوب ختيځ وولوېچ سيمه کې له يوې پوځي اډې سره نژدې پر سړک پرې ايښی دی.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ويلي "خورا ډېرې داسې نښې شته چې ښيي دا يوه ترهګره پېښه وه، او بريتانيا به هېڅکله د داسې بريدونو پر وړاندې ټيټه نه شي."

يو بريدګر چې لاسونه يې وينو سره وو، په داسې حال کې يې فېلم اخيستل شوی چې سياسي وينا يې کوله او ويل يې "پر لوی الله قسم ستاسې سره به جګړه نه دروو."

خبريالان وايي دواړو سړيو بيا پوليسو ته انتظار کاوه، چې له شاوخوا شل دقيقو وروسته ورسېدل او په ډزو يې پيل وکړ.

دواړه شکمن بريدګر اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د بريتانيا حکومت بيړنۍ کمېټې د کورنيو چارو وزيرې ټېرېزا مې په بلنه غونډه کړې او د دغه بريد د ترهګرۍ پر شونتيا غور کوي.

د بريتانيا کورنيو چارو وزير ټېرېزا مې ويلي "دا د بريتانيا پر ټول ولس بريد و، او د بريتانيا ټولې پرګنې يې غندنه کوي."

ورته مطالب