احمدي نژاد د اییتلافي کاندید نوم ایستل ننګوي

Image caption ښاغلي احمدي نژاد ویلي، دی خپل ایتلافي اسفندیار رحیم مشايي یو ریښتینی او وړ سړی بولي.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي، د راتلونکې میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ده د ایتلافي کس د نوماندۍ بندیز به وننګوي. ښاغلي احمدي نژاد وویل، دی خپل ایتلافي اسفندیار رحیم مشايي یو ریښتینی او وړ سړی بولي. ده همداراز ویېلي، چې پر دې مسله به د ایران له لوی مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یي سره خبرې وکړي.

پخوانی منځلاری ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني هم د ایران د ساتونکې شورا په ټاکنو کې له نوماندۍ منع کړی دی. خبریالان وايي، د ټاکنو ډګر د خامنه یي پلوو محافظه کارو نوماندانو لپاره خوشې شوی دی.

د ایران د اساسي قانون له مخې احمدي نژاد نه شي کولای د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دریم ځلې کاندید شي. د نوموړي د ځای ناستۍ لپاره د راتلونکې میاشتې ټاکنو ته ۶۸۶ کسانو خپل نومونه د کاندید په توګه ثبت کړي دي.

خو د کاندیدانو د اهلیت ارزونې (ساتونکې شورا) د دې لومړ له ارزونې وروسته یوازې ۸ کاندیدانو ته په ټاکنو کې د برخه اخیستو اجازه ورکړې او د اسفندیار رحیم مشايي په ګډون یې د پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني نوم هم له دې نوملړه ایستلی.

د ۱۲ کسیزې ساتونکې شورا مسوولیت دادی، چې له اسلامي قدرونو سره سم د کاندیدانو ارزونه وکړي. د دې شورا د غړو په اړه داسې باور کېږي، چې سخت دریځه محافظه کاران دي. د دې شورا په باب داسې باور هم شته، چې د ایران د لوی مذهبي مشر ایت الله ایت الله خامنه ای ته وفادار دي.

د چهار شنبې په ورځ ولسمشر احمدي نژاد وویل:

"زه فکر کوم، رهبر( علي خامنه ای) له هغه سره کومه ستونزه نه لري او زه به تر ورستۍ شېبې له دوی سره په دې باب خبرې وکړم"

نوموړي هیله وښوده، چې دغه مساله به په ښه توګه حل شي.

Image caption د راتلونکې میاشتې ټاکنو ته ۶۸۶ کسانو خپل نومونه د کاندید په توګه ثبت کړي وو.

د یادونې ده، چې د سې شنبې په ورځ د ساتونکې شورا یوه ویاند ویلي و " ټاکنیز قانون کې داسې هېڅ ماده نه شته، چې له مخې یې یو کاندید د بیا غور کولو غوښتنه وکړي."

د ۲۰۰۹ کال جون ولسمشريزو ټولټاکنو وروسته مليونونه ايرانيان سړکونو ته ووتل او د بيا رايې ورکولو غوښتنه يې کوله.

هغه مهال د ايران لوی مذهبي مشر د دريو ماتو شويو کانديدانو له لوري د پراخو درغليو ادعاوې رد کړې.

د دوی دوه يې پخوانی لومړی وزير مير حسين موسوي او جګپوړی ملا مهدي کروبي د زرغون غورځنګ په نامه د ايران په کچه پراخ مخالف لوري مشران شول.

دوی دواړه د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې هغه مهال په کور نظر بند شول چې غوښتل يې د حکومت ضد هغو پاڅونونو په ملاتړ احتجاج وکړي، چې عربي نړۍ کې خپاره وو. دوی لا تر اوسه په کور نظر بند دي.

ورته مطالب