بورس جانسن: اسلام د قتل ذمه وار بلل سم نه دي

Image caption دواړه بريدګر اوس په ټپي حالت کې تر درملنې لاندې دي

د لندن ښاروال بورس جانسن ويلي د وولچ په سيمه کې د يوه برتانوي وژل کېدو ته له اسلام او يا هم د برتانيا له بهرنۍ پاليسۍ سره تړاو ورکول، سم نه دي.

د برتانيا حکومت تاييد کړې چې د چارشنبې په ورځ د لندن په سويل ختيځ کې هغه کس چې دوو بريد کوونکو په ساتول او چړو وژلی، په برتانوي پوځ پورې يې تړاو درلود.

ښاروال بورس جانسن له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، زه غواړم دا څرګنده کړم چې"اسلام د دغه قتل ذمه وار ګڼل بيخي ناسم دي."

هغه وويل ستونزه د دا ډول کړنو د ترسره کوونکو خلکو په ناروغو او ګمراه ذهنتونو کې ده، نه په اسلام کې.

په برتانيا کې د مسلمانانو تنظيم د "برتانيا د مسلمانانو شورا" هم د دغه بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې په اسلام کې د دا ډول وژنو هېڅ ځای نه شته.

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کميرون دا بريد ظاهرآ يوه ترهګريزه پېښه بللې او د ترهګرۍ ضد ځانګړي پوليس يې پلټنه کوي.

ښاغلي کېمرون د فرانسې سفر لنډ کړی او له امنيتي چارواکو سره يې بېړنۍ غونډه کړې، چې په هغو کې د برتانيا د استخباراتي ادارې ايم ای فاييو نوي مشر او لوړپوړو پوليس افسرانو ګډون کړ دی.

راپورونه وايي هغو دوو کسانو چې په برتانوي پوځي بريد کړی وو، پوليسو پرې ډزې کړي او دواړه ټپيان دي.

په دوی کې د يوه روغتيايي حالت نازک ښوول شوی، خو دواړه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

عيني شاهدان وايي بريدګرو د الله اکبر د نارو په وهلو سره يو کس په چاقو وواهه او ويې واژه .

د برتانيا حکومت بيړنۍ کمېټې د کورنيو چارو وزيرې ټېرېزا مې په بلنه غونډه کړې او د دغه بريد د ترهګرۍ پر شونتيا غور کوي.

دې ويلي "دا د برتانيا پر ټول ولس بريد و، او د بريتانيا ټولې پرګنې يې غندنه کوي."

ورته مطالب