کشمیر کې درې هندي پوځیان وژل شوي

Image caption وسله والو له یوه نژدې ځنګله څخه پر پوځیانو برید کړی.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې چارواکي وايي، د شکمنو توندلارو په یوه غلچکي برید کې د هندي پوځ درې سرتېري وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه برید په پلوامه سیمه کې شوی.

د هندي پوځ یوه ویاند وویل، برید هغه مهال وشو، چې پوځیانو له مرکزي ښار سرینګر څخه ۴۰ کیلو متره لرې ټرال سیمه کې د وسله والو سخت دریځو ضد چاڼیز عملیات پیل کړل.

وسله والو له یوه نژدې ځنګله څخه پر پوځیانو برید کړی. کشمیر له ۱۹۸۹ کال راهیسې د هندي کنترول پر ضد د یوه خونړي بغاوت شاهد دی، خو د تېرو څو میاشتو په اوږدوکې د تشدد پېښو کې لږوالی لیدل شوی.

د همالیې دغه برخه هند او پاکستان دواړه د خپل ارضي تمامیت برخه بولي. هند په دغه سیمه کې پراخ پوځي حضور لري.

د هندي پوځ یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې د بنجشنبې د ورځې برید په هردمیر کلي کې رامنځ ته شوی.

د نوموړي په وینا د وسله والو د لټون لپاره سیمې ته نور ځواکونه لېږدول شوي دي.

له دې مخکې ځايي پولیسو ویلي و، چې یوه وسله واله نښته کې یې یو شکمن سخت دریځی وژلی. د دوی په وینا دوي د شمالي کشمیر په پټان او سوپور سیمو کې د ملکي کسانو د وژنو په قضیو کې د لشکر طیبه وسله والې ډلې اړوند وژل شوی هلال مولوي لټون کاوه.

ورته مطالب