واشنګټن کې پر سیند جوړ شوی پل مات شو

Image caption دا معلومه نه ده، چې دغه پل ولې ناڅاپه مات شو.

د امریکا متحده ایالاتو کې چارواکي وايي، واشنګټن ایالت کې د سیند پر سر جوړ پل مات شوی، چې له کبله یې یو شمېر ګاډي اوبو کې ډوب شوي.

د چارواکو په وینا د هغه پل یوه برخه ناڅاپه سیند ته ولوېده، چې پر سکیجټ سیند د پاسه جوړ شوی و.

د چارواکو په وینا پېښه کې یو شمېر ګاډي او په کې ناست کسان سیند کې ډوب شوي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په باب څه نه دي ویل شوي. تر اوسه دا هم معلومه نه ده، چې دغه پل ولې ناڅاپه مات شو.

له پېښې وروسته مرستندوی فعالیتونه پیل شوي او د کښتیو له لارې ډوب شوي کسان له اوبو ایستل کېږي.

واشنګټن کې له افتونو سره د مبارزې ادارې ویندوی مارکس ډیرن ویلي، له سینده درې کسان ایستل شوي دي.

د نوموړي په وینا د ایستل شویو کسانو د ټپونو څرنګوالی معلوم نه دی.

د ټولنیزې ویب پاڼې ټویټر په تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د پل یوه برخه سیند ته لوېدلې، چې ګاډو پرې تګ راتګ کاوه.

تصویرونو کې یو سړی لیدل کېږي، چې د ګاډي پر چت ناست دی.

عیني شاهدانو ویلي، له پله د تېرېدو پر مهال یې خوځښت احساس کړ او وروسته د پل یوه برخه ونړېده. دغه پل د سکیجټ سیند پر سر د کاناډايي وینکیار او امریکايي سییلټلز ښارونو تر منځ جوړ شوی و.

ورته مطالب