د لندن پېښه او اسلام ضد غبرگونونه

Image caption په برتانيا کې د دينونو گډه يوه ټولنه وايي تېره چهارشنبه د پلازمېنې لندن په سوېل کې د تندلارو له لوري د يوۀ برتانيايي سرتېري له وژل کېدو وروسته مسلمان ضد فعاليتونه په ډراماتيکه توگه زيات شوي دي.

په برتانيا کې د دينونو گډه يوه ټولنه وايي تېره چهارشنبه د پلازمېنې لندن په سوېل کې د تندلارو له لوري د يوۀ برتانيايي سرتېري له وژل کېدو وروسته مسلمان ضد فعاليتونه په ډراماتيکه توگه زيات شوي دي.

دغه ټولنه چې خلکو ته د سلا مشورو لپاره ېوه ځانگړې ټيليفوني ليکه لري او وايي له دغې پېښې وروسته ورته تر اوسه ١٦٢ ټيليفونونه راغلي، حال دا چې دوى به پخوا په منځني ډول د ورځې يواځې شپږ ټيليفونونه ترلاسه کول.

د Faith Matters عقيده ارزښت ټولنې مشر فياض مغل د دغو بريدونو د ماهيت په تړاو وويل پر جوماتونو بريدونه شوي، پر دېوالونو يې انځورونه کښل شوي، د مسلمانو مېرمنو ټيکري يا پوړنې کېکاږل شوي او يا د مسلمانانو پر ضد ناسمه ژبه کارول شوې.

دا کړنې د برتانيا په لر او بر کې ترسره شوي چې د چارو د څارونکو په وينا پراخوالى يې د اندېښنې وړ دى.

د چارو څارونکو وار له مخه داسې اندېښنې څرگندې کړې وې چې د لندن په سوېل کې رامنځته شوې پېښه ښايي برتانيا مېشتو مسلمانانو ته ناوړې پايلې ولري او توندلارو توکمپالو ډلو ته به ښه پلمه په لاس ورکړي.

انټرنټ او مسلمان ضد څرگندونې

د چارو څارونکي وايي د مسلمانانو پر ضد د کرکې څرگندونه نه يواځې په مخامخ راشه درشه کې ډېره شوې چې پر انټرنټ هم دا زياتوالى د پام وړ دى او د دوى په باور دا چاره د مسلمانانو پر مرکزونو او بنسټونو د شويو بريدونو تر منځ يو ډول همغږي ښيي.

نيونې او تورونه

تر اوسه يو شمېر کسان پر مسلمان ضد او توکم ضد څرگندونو رسماً تورن شوي هم دي او اوس به محکمې ته وړاندې کېږي.

دغو وگړو پر توېتر او د خوالۀ پر نورو رسنيو پارېدونکي او له سپکاوۍ ډکې څرگندونې کړې وې.

بل لوري ته د لندن په سوېل کې د برتانيوي سرتېري په وژنې د تورن مايکل اډې بولاجو يو ملگرى له بي بي سي سره له مرکې وروسته د بي بي سي په ودانۍ کې د پوليسو له لوري ونيول شو.

پوليس وايي د ابو نوصيبه نيول د برتانيوي سرتېري له وژنې سره مخامخ تړاو نه لري خو ښاغلي نوصېبه له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي و چې د برتانيا د کورني استخباراتو ادارې له ښاغلي اډې بولاجو غوښتنه کړې وه چې ورسره کار وکړي خو هغۀ دا غوښتنه و نه منله.

نوموړي همداراز وويل چې ښاغلى ادې بولاجو کنيا ته د يوۀ سفر په ترڅ کې نيول شوى او د دۀ په وينا له فزيکي او جنسي پلوه کړول شوى و چې له هغې نه وروسته په کې ډېر بدلون تر سترگو کېده.

د دۀ په وينا چې نوموړى نور هغه پخوانى خندانه سړى نه و ډېر غلى او گوښى شوى و.

ټاکل شوي چې برتانيا د کورني استخباراتو د ادارې مشر د امنيتي ادارو د رول په تړاو خپل لومړنى رپوټ هغې پارلماني جرگه گۍ ته وړاندې کړي چې په دې اړه پلټنې کوي.

ورته مطالب