فرانسې له مالي نه د خپلو پوځیانو د ایستلو لوی پړاو پیل کړ

Image caption فرانسې چې څلور میاشتې مخکې یې په مالي کې د اسلامپالو یاغیانو د ځپلو لپاره خپلو پوځیان دغه هېواد ته استولي وو نن شنبه (د مئ ۲۵) د خپلو پوځیانو د ایستلو لوی پړاو پیل کړ.

فرانسې له مالي نه د خپلو ځواکونو د ایستلو لومړنی لوی پړاو پیل کړ.

فرانسې خپل پوځیان څلور میاشتې مخکې په مالي کې د اسلامپالو یاغیانو د ځپلو لپاره دغه هېواد ته واستول.

له پلازمېنې باماکو څخه بهر د فرانسوي ځواکونو له یوې اډې نن د لارې موټرو یو کاروان چې ټانکونه، واړه موټر او نور وسایل یې بار کړي وو د عاج ساحل ته روان شو.

له مالي نه د شاخوا ۴۰۰۰ فرانسوي پوځیانو د ایستلو چارې د اپریل له میاشتې راهیسې پیل شوې خو لومړی لوی پړاو یې نن (د مئ ۲۵مه) پیل شو.

په مالي کې د جولائ په میاشت کې ټول ټاکنې ترسره کېږي ځکه نو په پلان کې ده چې له ټاکنو دمخه فرانسوي ځواکونه د چارو واګي د مالي پوځ او د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو ته وسپاري.

له اتيا لارۍ موټر جوړ يوه کتار پلازمېنې بامکو ته ورڅېرمه د فرانسوي ځواکونو اډه تر شاه پرېښوده او سويل لوري ته د عاج ساحل په تکل وخوځېد

او له دې سره له مالي نه د فرانسوي ځواکونو د وتلو مهم لومړنى پړاو پېل شو.

فرانسې په تېره جنورۍ کې خپلې دغې پخوانۍ مستعمرې ته ٤٥٠٠ سرتيري ولېږل چې د اسلامپالو اورپکو او توارک توکمو بېلتونپالو په وړاندې جگړه وکړي

د مالي په چارو کې د فرانسې د لاس وهنې ملاتړ د دغه هېواد په ولس کې ډېر دى او ډېرو وگړو له دغې ورځې ډار درلود.

د مالي ډېری وگړي داسې انگيرې چې د فرانسوي ځواکونو وتل له وخته وړاندې يو گام دى دا ځکه د دوی په باور د مالي ځواکونه د دغه هېواد د پولو ساتلو وړتيا نه لري.

له بامکو نه خوځېدلى کاروان د لوى والي له اړخه د پام وړ دى خو فرانسوي چارواکي ټينگار کوي چې په ډغو گاډو کې يواځې هغه توکي لېږدول کېږي چې اضافي يا سرباري دي او اړتيا ورته نشته.

ټانکونه او د گزمې درانه گاډي به اوسمهال لپاره د مالي په شمال کې پاتې وي.

فرانسه وايي تر راتلونکي سمپتمبر مياشتې به د خپلو سرتېرو شمېر ٢٠٠٠ او د روان ميلادي کال تر پايه به ١٠٠٠ ته ټيټ کړي.

له مالي نه د فرانسوي ځواکونو د وتلو لړۍ په داسې حال کې پيلېږي چې دوه ورځې وړاندې اسلامپالو ياغيانو د مالي په گاونډ نيجر کې د يورانيمو يو کاڼ په نښه کړ.

دا لا نه ده مالومه چې دغه بريد به په سيمه کې د فرانسوي ځواکونو پر شتون څه اغېز پرې باسي.

ورته مطالب